پکتیا: سږکال سل زره نیالګي کینول کیږي

پکتیا: سږکال سل زره نیالګي کینول کیږي

پکتیا ولايت کرنې اوبو لګولو او مالداري ریاست اړوند د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ د مېوه لرونکو نيالګيو د ويش لړۍ پیل کړه. مرستیال والي عبدالولي سهي وویل چې د دغو سل زره مېوه کوونکو نیالګیو تر څنګ سږ کال زرګونه غیر مثمر نیالګي هم په پکتیا کې کرل کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د پکتیا په پنځو ولسوالیو کې د جلغوزو او چارمغزو د دوه اعشاریه دوه ملیونه نیالګیو لپاره قریې هم جوړېدونکې دي چې په اوږمهالې توګه به د پکتیا د ځنګلونو په احیا او د تولیداتو په زیاتوالي کې مددګار ثابت شي. د پکتيا ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مومند وویل چې په پکتيا ولايت کې به په ۱۱۰۰ جريبه ځمکه باندې د میوه لرونکو ونو باغونه جوړ شي، چې په يادو باغونو کې به سل زره مېوه کوونکي نيالګي کښينول شي.

بزګرانو په پکتیا کې د يادو باغونو په جوړولو خوښي وښوده، او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کړنو ستاينه يې وکړه. د يادولو وړ ده چې د دې باغونو په جوړيدو سره به باغوانان له کمې ځمکې څخه زيات حاصل تر لاسه کړي؛ د باغوانانو عوايد به زیات او د پکتيا د داخلي توليداتو کچه به لوړه شي.


پکتيا چاپېريال

تبصره وکړئ

avatar
t