افغان ولس له خپل یو مل او ملګري بې برخې شو

افغان ولس له خپل یو مل او ملګري بې برخې شو

پوهاند محمد اسماعيل يون

محمد حسن ولسمل یادوم ،چې تر شپېتو کلونو ګرمې سیاسي ،ټولنیزې او فرهنګي مبارزې وروسته یې د خپل ژوند لاره پرې کړه او له ابدیت سره یو ځای شو.هغه له څنګه چې ولسمل مل او حسن و،همداسې له ولس سره مل او احسن پاتې شو.

هغه شپېته کاله ملت او وطن وپاله او پوره شپږلسیزې یې په متواتر ډول له کیڼلاسو او ښيلاسو ایډیالوژیو او د هغو د اورپکو پلویانو پر وړاندې مبارزه وکړه.هغه د خپل ټول ژوند په بهیر کې له خپلې ملي نظریې څخه یو سانتي متر پر شا نه شو.زندان یې وګاله،مهاجرت یې قبول کړ، جلاوطني یې وزغمله ،ګواښونه او اخطارونه یې ولیدل،خو دې ټولو د ده د مبارزې تګلاره بدله نه کړه.

یو ژبور ،زړور او مقاوم انسان و. لس کاله مخکې یې د خپل ژوند لیکنې او خاطرې راټولې او چاپ کړې،صحت یې ښه نه او د سفر تیاری یې نیوه ،یوه ورځ یې ماته مېلمستیا کړې وه،راته یې وویل موږ خو ژوند خوړلی درڅخه روان یو، مخکې به مې دې ملت ته ډېره سودا وه چې زموږ تر نسل وروسته به ملي فکرڅوک وپالي، خو اوس چې تاسې ګورم نو زړه مې خوشاله او ډاډه شي.

ژوندون ټلویزیون ته به مو کله کله د مرکو لپاره بلنه ورکوله.یوه ورځ یې راته وویل خپل ټول زور وکاروه چې د (ای ایس ای )او د هغوی د ګوډاکیانو دسیسې او څېرې دلته رسوا شي.ولسمل صیب د خپل ولس لپاره تر خپل وروستي بریده مبارزه وکړه.

خپل زړه یې ښه تش کړی و،ولس ته یې هم فکري او معنوي پانګه پرې ښوده، د خدای پاک حضور ته لوړ سر او سور مخ ور روان دی.

پوره باور لرم چې خپل رب ته به د خپل سوي لوي ولس اوږده غمیزه بیانوي ،خپل دلایل ،منطق او اسناد به ورته وړاندې کوي او ورته وایي به چې پر تا مین مخلوق چې پر تا یې تر ټولو زیات ننګ کړی، ستا په نامه تر ټولو زیات کړول کېږي او ځورول کېږي ،یا ربه ته پرې نور رحم وکړې.

نن په دې نړۍ کې د ولسمل د ژوند وروستۍ ورځ ده ،سبا یې د ابدي نړۍ پر لوري د سفر لومړۍ ورځ ده ،نو ای دردېدليه او له خپلو خدمتګارانو نا خبره ولسه! را پاڅېږه سبا د خپل خدمتګار جنازې ته اوږه ورکړئ ،د هغه په زړه کې به ضرور دا خبره تېرېږي چې:

د جنازې بازو مې نیسه

چېرې به ما په راستۍ خوله در کړې وینه.

نو سبا مو د خپل مل او خدمتګار د دیدن وروستۍ وروستۍ ورځ ده .سبا د ((افغان)) او (( مجاهد ولس) ) د یو خدمتګار د نه را ګرځېدونکي سفر لومړۍ ورځ ده. پر مخه یې ګلونه او لاره یې روښانه.



t