چين کې د ښايست د معيار په اړه بيا ناندرۍ راپورته شوي

چين کې د ښايست د معيار په اړه بيا ناندرۍ راپورته شوي

وروسته له هغه چې يو چينايي ښځې خپله جعلي څېره کې پر ټولنيزو رسنيو ځان د چين ښاپېرۍ معرفي کړې وه، د هغې اصلي څېره خلکو وليده.

د يادې ښځې ويډو چې پر ټولنيزو رسنيو خپرېده د تخنيکي ستونز له امله يې جعلي څېره له مخ ليرې شوه چې خلک يې هک پک کړل.

مالومه شوه چې ياده ښځه ښاپېرۍ نه بلکې د پاخه عمر لرونکې ښځه وه.

دې پېښې سره يو ځل بيا چين کې د ښايست د معيار په اړه ناندرۍ راپورته شوي دي.

د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د نوموړې ځینې وفادارو مینه والو د ‘ښایستوکې الهې ‘ په نظر ورته کتل او ځینو خو ان ۱۰۰ زره یوان یا څوارلس نیم زره ډالر هم د ډالۍ په توګه ورلېږلي وو.


جالب
t