کترینا؛ دوه فلمونه مي د پرمختګ لامل سوه

کترینا؛ دوه فلمونه مي د پرمختګ لامل سوه

د بالیووډ ښکلې سېنمايي ستورې کترینا کیف که څه هم په ډېرو فلمونو کي نه ده لوبیدلې، اما شهرت یي ډېر سوي دي او لا هم د پرمختګ په حال کي ده، کترینا په یوه تازه مرکه کي ویلي دي چي دوه اخیري فلمونه يي د زیات پرمختګ لامل سوي دي.

کترینا کیف په zero فلم کی د شارخ خان او انوشکا شرما سره

کترینا کیف د ډيلي ورځپاڼي سره په خپل اخیرني مرکه کي د هغه فلمونو نومونه ذکر کړي دي چي د هغې په وینا د زیات پرمختګ لامل يي سوي دي. کترینا وايي د شارخ او انوشکا شرما سره (Zero) فلم او د سلمان خان سره (Baharat) فلم دوه هغه فلمونه دي چي په فلمي صنعت کي د هغې د زیات پرمختګ او پيژندني لامل سوي دي.

کترینا کیف د سلمان خان سره پهbaharat فلم کی

کترینا ویلي دي:((په (Zero)او (Baharat) فلم کي کار کول ما ته د اکټینګ په باره کي ډېر نوي څه را زده کړه، هغې همدارنګه د اناند ال رای چي د(Zero)فلم ډایریکټر دي هم یادونه کړي ده، او وايي چي ماته يي ډېر رضایت راپه برخه کړ چي ما وکولای سوه د راک موسیقي ستورې بابیتا کوماري شخصیت جوړ کړم.))
پاته دي نه وي چي کترینا اوس مهال د اکشي کومار د(Sooryavanshi) فلم لپاره تیاریاني نیسي، کترینا به دې فلم کي د اکشي کومار د میرمني په رول راښکاره سي او دا فلم به د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ د میاشتي پر اوهویشت مه نندارې ته وړاندې سي.


بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t