سوداګرۍ خونه:افغانستان ته پنځوس سلنه وارداتي توکي په قاچاقي توګه راوړل کيږي

سوداګرۍ خونه:افغانستان ته پنځوس سلنه وارداتي توکي په قاچاقي توګه راوړل کيږي

د افغانستان سوداګر وايي په دې وروستيو کي له نورو هيوادونو افغانستان ته په قاچاقي توکه د توکو راوړولو ملي عواید کم کړي او دناسالمي سيالۍ د رامنځ ته کېدو تر څنګ کورني کاروبار ته هم سخت زيات اوښتی دئ.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي چې په وروستي یوه کال کې له نارسمي لارو د پنځوس سلنه قاچاق ترڅنګ د ګمرکي پړاوونو له ترسره کولو پرته د هېواد له ګمرکونو د توکو د وړلو بهیر هم زیات شوی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې اوسمهال په پولو کې د نامسوولو وسله‎والو ډولو تر څنګ زورواکي د توکو د قاچاق له لارې تر ټولو ډېرې پیسې تر لاسه کوي.
په دې اړه تر اوسه د ماليې وزارت چارواکو څه ندي ويلي




t