ولسمشر: ترڅو چې سرتېري وي نو افغانستان به تلپاتې وي

ولسمشر: ترڅو چې سرتېري وي نو افغانستان به تلپاتې وي

ولسمشر غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هوایي ځواک قومندانۍ د سوق او ادارې نوي مرکز څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې د سوق او ادارې نوي مرکز امر جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست پرمهال د یاد مرکز د کړنو په اړه معلومات ورکړل او بیا یې د دښمن د ځپلو په موخه د جنګي طیارو د بریدونو لنډه ویډیوهم ور وښوده.

ورپسې بریدمل ولي محمد د کمانډو ځانګړو قطعاتو د بریدملانو او افسرانو، سید ابوبکر د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د افسرانو، د هوایي قول اردو مرستیال تورنجنرال شفیع خان د هوایي ځواک د جنرالانو او ډګروالانو او ډګروال حمیدالله زیارمل د پیلوټانو په استازیتوب له جمهوررئیس سره په جلا جلا کتنو کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

یادو ویناوالو د جمهوررئیس له همېشنۍ پاملرنې څخه په مننې، ډاډ ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې د هیواد دځمکنۍ بشپړتیا دفاع او د خپلو هیوادوالو د امنیت تامین ته چمتو دي

ورپسې جمهوررئیس غني د هوایي ځواک د سوق او ادارې مرکز د غونډو په تالار کې جوړه شوې غونډه کې چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او منسوبینو په کې حضور درلود ګډون او وینا وکړه.

«د هوایي ځواک قومندان تورنجنرال عبدالفهیم رامین جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پرمهال د هوایي ځواک د عملیاتو، ظرفیتونو، لاسته راوړنو او محاربوي وړتیا په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وویل، د پیلوټانو او کدرونو د روزنې په موخه به د هوایي اکاډمۍ طرحه له بشپړولو وروسته د اعلی سرقومندانۍ دفترسره شریکه کړي.»

د هوایي ځواک قومندان رامین جمهوررئیس ته د ټاکنو د امنیت د تامین او د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د موادو د لېږد په برخه کې د هر اړخیز چمتووالي ډاډ ورکړ او وې ویل، د هوایي ځواک منسوبین په عالي مورال د دښمن پر وړاندې جنګېږي.

«د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهوررئیس د ځانګړې پاملرنې او همېشني ملاتړ مننه وکړه او وې ویل، د وسله وال پوځ منسوبین څلروېشت ساعته مبارزې ته چمتو دي او د اعلی سرقومندانۍ د لارښوونو او دستور العملونو مطابق خپله دنده ترسره کوي او په مېړانه د دښمن پر وړاندې مبارزه کوي.»

جمهوررئیس غني د هیواد د وسله وال پوځ منسوبینو ته په خطاب کې وویل، ترڅو چې دا زړور سرتېري وي، نو د افغانستان اسلامي جمهوریت به تلپاتې وي. له تاسو هر یوه څخه مننه چې دا مقدس یونیفورم مو په تن کړی او د افغانستان بیرغ مو هسک او رپاند ساتلی. زه او ټول هیوادوال درباندې ویاړو.

جمهوررئیس د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب څخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي رول ټولو ته واضح دی او دوی نه یوازې د خپل هیواد، بلکې بین المللي امنیت او ثبات د تامین لپاره تروریزم سره د مبارزې په لومړ ۍکرښه کې جنګېږي.

جمهوررئیس غني وویل:

« پنځه کاله وړاندې چا د هوایي ځواک د لرلو تصور نه کاوه، مګر نن نه یوازې دا چې هوایي ځواک لرو، بلکې ورځ تر بلې پیاوړی او شمېر یې درې چنده کېږي. هغه په ټینګار سره وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ، تمویل او تجهیز برخه کې شوې بین المللي ژمنې او تړونونه پر خپل ځای دي.»

د هیواد جمهوررئیس له امریکایي سیستم څخه د هوایي ځواک د منسوبینو د ښې او موثرې استفادې وړتیا او همدارنګه د هوایي ځواک اوکمانډو ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو ستاینه وکړه. هغه ټولو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، دې تالار کې ناست هر سرتېری، بریدمل، افسر، جنرال او پیلوټ د افغانستان اتل دی او موږ ټول درباندې ویاړو.

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، ستاسو د اتلولیو او سرښندنو له برکته موږ په هره بین المللي ناسته کې په لوړ سر او پیاوړي دریځ خبرې کوو او د افغانستان غوڅ اکثریت ستاسو ټینګ ملاتړي دي.

جمهوررئیس غني وویل:

« په بېلابېلو غونډو کې د سرتېرو، بریدملانو، افسرانو او ټولو منسوبینو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسېدګي کېږي. هغه زیاته کړه، شفافې، سراسري او ټولشموله ټاکنې زموږ ټولو ګډه موخه ده او په دې برخه کې امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې د امنیت د تامین او لوژستیک رول لري.»

محمداشرف غني د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او منسوبینو ته لارښوونه وکړه چې د سولې مذاکراتو تر پیلولو پورې دې د دښمن په ځپلو تمرکز وکړي. هغه زیاته کړه، زموږ د ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او مېړانې له برکته به افغانستان تلپاتې سولې، امنیت او ثبات ته رسېږي.




t