بلخ کې د اوبولګولو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې

بلخ کې د اوبولګولو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې

د بلخ ولایت د «زوزان» د اوبولګولو د شبکې د بیارغولو چارې بشپړ شوي دي.

دغه شبکه د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د «زوزان» په کلي کې موقعیت لري، چې د جوړولو ټولیز لګښت نږدې ۹.۷ میلیونه افغانۍ ده.

د کرنې وزارت وايي، دغه شبکه، چې کابو درې کیلومتره اوږدوالی لري د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې له خوا بیارغول شوې ده.

ددې شبکې له لارې کابو دوه زره جریبه ځمکه خړوبیږي او نږدې یو زر او ۴۰۰ کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي.

د زوزان د اوبولګولو د شبکې په بیارغولو کې، چې د یوه کال په ترڅ کې یې چارې بشپړ شوي دي د ورځې په منځۍ کچه د سیمې ۲۵ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.



t