هلمند کې د ګنيو کرکيلې وده کړې

هلمند کې د ګنيو کرکيلې وده کړې

هلمند کې د نوو بوټیو د پېژندنې په دوام د کرنې ادارې اړوند څیړنیز فارم کې دلومړي ځل لپاره د ګنیو کرکېلې ښه پایله ورکړې ده.

 د هلمند ولایت د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په هلو ځلو د کوکنارو د کرکېلې په مقابل کې بزګرو ته د مناسب بدیل پیدا کولو په پار په یو جریب ځمکه کې د ګنیو کرنه سرته رسېدلې.

 د  کرنې رئیس زلمی (الکو) وایي، د یاد نبات په اړه د بولان څېړنیز فارم کې تحقیق او څېړنې کوي چې سږکال په یو جریب ځمکه کې په توافقي ډول او راتلونکي کال ته به د ښو پایلو تر ارزونې وروسته په ۱۲ جریبه ځمکه کې وکرل شي.

 همدارنګه کرنې اداره پلان لري ترڅو د خصوصي سکتور په مټ راتلونکي کې د ګنیو د پروسس ماشینري برابره کړي او په دې برخه کې به بزګر او تجار سره وصل شي ، په دې سره به بزګر د ګنیو کرلو ته وهڅیږي او له مخې به یې اقتصاد پیاوړی شي ، او راتلونکي کې به د ګنیو کرکیله په دې ولایت کې ترویج او تکثیر شي.

هغه وايي، نن ورځ د یادو کروندو څخه یو شمېر بزګرو لیدنې وکړې او د یاد نبات په اړه ورسره د فني او مسلکي کارمندانو لخوا لازمې مشورې شریکې شوې.

 ګنی د خوند تر څنګ روغتیایي ګټې هم لري، چې په هېواد کې د ګوړې او شربت جوړولو په برخه کې ترې استفاده کیږي.



t