د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ پلچرخي زندان کې د بنديانو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.
د رسنيو د راپورونو په حواله، يادې سيالۍ تېره دوشنبه پيل شوې وې چې څلورو لوبډلو ګډون پکې کړی و.
په دې سیالیو کې د پلچرخي زندان پنځم بلاک وکولای شوای، شپږم بلاک ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام ترلاسه کړي.
په دې سیالیو کې د افغانستان د والیبال فدراسیون مسوولانو هم حضور درلود.
زندانيان خوښ دي چې دا ډول سيالۍ کوي او هغوی د سپورت په نورو برخو کې له اړونده مسؤلينو د همکارۍ غوښتنه وکړه.