د معلولینو ملي لوبډلې انګلستان ته له رسیدو سره تمرنیونه پيل کړل

د معلولینو ملي لوبډلې انګلستان ته له رسیدو سره تمرنیونه پيل کړل

د افغانستان کرکټ بورډ اداره وايي چې د معلولینو کرکټ ملي لوبډله چې پرون انګلستان هېواد ته رسېدلې، نن یې د برمنګهم په ښار کې خپل تمرینات پیل کړي دي.

ټاکل شوې چې د معلولینو د کرکټ نړیوال سېریز به د اګست میاشتې په پنځمه نېټه د انګلستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش او افغانستان ترمنځ پیل شي.

کرکټ بورډ ویلي چې په دې لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي:

محمد نبي (لوبډلمشر)، محمد الله احمدزی، محمد اشرف، عبیدالله، قدرت الله، عبدالله، عبدالله لېوال، شیرین اغا، نثار احمد، حزب الله، طفیل، شعیب، جمیل شاه، شفیق الله، زبیر او صفت الله، هغه کسان دي چې د لوبه به کوي.

 


کرکټ سپورټ خبرونه
t