لغمان:د سلمې کلیزې په ویاړ بزګرانو ته توره او سپینه سره ورکړل شوه

لغمان:د سلمې کلیزې په ویاړ بزګرانو ته توره او سپینه سره ورکړل شوه

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ د شولو ۸۰ ننداریزو قطعو بزګرانو ته توره او سپینه سره توزیع شوه.

ددغه ولایت د رسنیو دفتر وايي، چې دا مرسته د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنې وزارت په مالي لګښت ورکړل شوه.

سرچینه وايي، د شولو ۸۰ ننداریزو قطعو بزګرانو ته ۱۰۴۰ کیلوګرامه توره (DAP) ، ۱۶۸۰ کیلوګرامه سپینه (Urea) سره ، رسۍ، متر، مالګه، د کار خولۍ, او د هرزه ګیاوو د مخنیوي لپاره پوش ویډر توزیع کړ.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریس محمد جمیل خوشحال بزګرو سره په خبرو کې د شولو د نمایشي قطعاتو ایجاد اهم او ضروری یاد کړه.

ده پر بزګرانو یی غږ وکړ چې په راتلونکې خپلې شولې د قطار په بڼه کښت کړي او هم شاوخوا بزګران قطاری کښت ته وهڅوي، ترڅو حاصلات لا زیات شي.

ښاغلي خوشحال زیاته کړه:

«د مناسبو تخمونو نشتوالی د زراعت د انکشاف او پراختیا په وړاندې ستونزه ده، د همدې پروژې له لارې په لغمان ولایت کې د مرکز او ولسوالیو په سطحه د تخم د تولید په برخه کې بزګرانو ته روزنه ورکوو، ترڅو د شولو او نورو برخو کې ددې جوګه شي چې تخمونه پخپله تولید او شاو خوا بزګرانو ته یې تکثیر او ترویج کړي.»

نوموړي له بزګرو سره ژمنه وکړه چې په نورو بېلابېلو برخو کې به هم دوی سره مرستې ترسره کړي.


اقتصادي لغمان، خبرونه
t