هلمند: پيروزي لوبډلې د فوټبال ټورنمنټ اتلولي ترلاسه کړه

هلمند: پيروزي لوبډلې د فوټبال ټورنمنټ اتلولي ترلاسه کړه

د هلمند فوټبال فدراسیون د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې څه موده وړاندې فوټبال ټورنمنټ پيل کړ، چې د پيروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، په دغه ټورنمنټ کې پيروزي او اشنا لوبډلې پایلوبې ته ووتلې، چې پیروزي لوبډلې سیاله لوبډله له مخې لرې کړه.

سردار محمد د ۸ ګولونو په ترسراوي د یاد شوي ټورنمنټ د غوره ګول وهونکي لقب ترلاسه کړ. بل خوا د پيرزوي لوبډلې لوبغاړی زلمي احمدي ته د غوره لوبغاړي لقب ورکړل شو او د اشنا لوبډلې لوبغاړی مسعود فرهادي د غوره ګول ساتونکي په توګه وپېژندل شو.

سرچینه وايي، د پيروزي لوبډلې د دغه ټورنمنټ په ټولو لوبو کې هېڅ ماته ونه خوړله.

د فوټبال فدراسیون وايي چې د یاد شوي ټورنمنټ پایلوبې ته د هلمند فوټبال فدراسیون رییس رنګین دفتاني، دولتي چارواکي، مدني فعالان او ګڼ مینه وال ورغلي وو، چې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د جایزو په ورکړې سره دا ټورنمنټ پای ته ورسېد.



فوټبال، خبرونه
t