د خپلواکۍ ستوری، مير زمان خان

د خپلواکۍ ستوری، مير زمان خان

“د مير زمان خان نوم په افغانستان کې د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې پورې نه شليدونکې مهم تړاو لري. په هيواد او خپلواکۍ مين دغه شخصيت د هغو محدودو کسانو په ډله کې ؤو چې د هيواد د بشپړ استقلال د گټلو او ژورو بدلونونو په پړاو کې يې مهم او تاريخ جوړونکې رول درلود. ميرزمان خان د انگريزي استعمار سره د فطري دشمنۍ په وجه د ځوانۍ له وخته د آزاد سرحد په سيمه کې د آزادي غوښتونکو جنگياليو سره نژدى اړيکي درلودې، د هغوې د پاڅون او جهاد ملاتړ يې کاوه، او خپلو جنگياليو ملگرو سره به يې د ډيورند د کرغيړنې ليکې نه په اوختو سره د هغوې په وسلوالو مبارزو کې عملي ونډه اخيسته.
ميرزمان خان په ١٨٦٩ ميلادى (١٢٤٨ هجرى شمسى) کال کې د کنړ د لمټک په کلي کې د حاجي گلروز خان په کور کې سترگې وغړولې. د هغه غور نيکه محمد عمر خان د سپين غره د تيرا د سيمې مشر ؤو چې د قبيلوي شخړو او اختلافاتو په وجه يې خپل کلې “کوټ” پريښود او د کنړ د لمټک په سيمه کې ميشته شو.
په صوبه سرحد او افغانستان کې د غازي ميرزمان خان د نوم او شهرت انگازې هغه وخت خپرې شوې کله چې يې په ١٩٠٨ م کال کې د انگريزانو په وړاندې د مهمندو په مشهورې او تاريخې غزا کې، چې په تاريخ کې د “سرې غزا” په نامه ثبت شويده، د غازيانو د يوه وتلي مشر په توگه برخه واخيسته. د انگريزانو سره د مير زمان خان همدا دشمني او شهرت د ځوان شهزاده “عين الدوله” غازي امان الله خان سره د پيژندگلوۍ سبب شو، هغه پيژندگلوي او آشنايي چې د وخت په تيريدو او بيلابيلو تاريخي ازميښتونو نه وروسته په کلکې دوستۍ او ورورگلوۍ بدله شوه، او د ژوند تر پايه يي دوام وکړ.
له بله پلوه د ډيورند له ليکي اوښتل او په انگريزي قواوو وسله وال بريدونه سبب شو چې ميرزمان خان د امير حبيب الله خان د رژيم تر څارنې لاندې راشي او د يوې دسيسې په ترڅ کې زندان ته واستول شي. شهزاده امان الله خان به په زندان کې د غازي مير زمان خان پوښتنه کوله. په زندان کې د يوه کال د تيرولو او نورو سياسي بنديانو او مشروطه غوښتونکو سره د معرفت نه وروسته ميرزمانخان په ضمانت خوشې او کنړ ته ستون شو، خو ډير ژر بيا ونيول شو او د شيرپور زندان ته واستول شو. هغه داځل د ١٩١٩ م کال تر فبرورۍ پورې، کله چې اميرحبيب الله خان په لغمان کې ووژل شو، د پنځو کلونو دپاره په زندان کې پاته شو.
ميرزمانخان د خپل وخت په لاندنيو دريو مهمو تاريخي جرگو کې گډون درلود:
په جلال اباد کې د هډې لويه تاريخي جرگه چې د اتحاد مشرقي د تاريخي جرگې په نامه هم ياده شويده. دا ستره تاريخې غونډه د استقلال د گټلو نه وروسته د ١٢٩٨/١٩٢٠ کال د حوت په مياشت کې د هډې په تاريخي سيمه کې د غازي ميرزمان خان په اهتمام او کوشش د محمد نادر خان په مشرۍ جوړه شوې وه، پدې جرگې کې د ننگرهار ، لغمان ، کنړونو او سرحد ددواړو غاړو مشرانو، سپين ږيرو، علماوو، ساداتو مشايخو او اوسيدونکو ٥٠٠٠ کسانو گډون کړې و، او د سرحد د دواړو خواوو د قبايلو د يووالي، د هيواد د خپلواکۍ او ارضي تماميت د ساتلو او وطن د آبادۍ په هکله يې فيصلې وکړې، او انگريزانو ته يې اخطار ورکړ چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د گوتو وهلو او د هيواد په سرحداتو کې د ورانکارۍ او تحريکاتو نه لاس په سر شي او که نه نو د زړورو افغاني اقوامو او قبايلو د قهر او مقاومت سره به مخامخ شي.
د ١٣٠١ کال د جلال آباد لومړنۍ لويه جرگه چې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د گټلو نه وروسته لومړنۍ لويه جرگه وه. پدې جرگې کې د دولتي شورا پر غړو برسيره د کابل او شاوخوا سيمو، ننگرهار، لغمان او کونړونو استازو برخه اخيستې وه. ددې جرگې اصلي مقصد ټولنيز اصلاحات وو، او د افغانستان لومړنې اساسي قانون (نظامنامه اساسي) يې هم تصويب کړه. پدې نظامنامې کې د مرئيتوب لغو کول، ملي وحدت، شخصي آزادۍ، د حقوقو مساوات او پر عايداتو د ماليې لگول په گوته شوي ؤو.
په ١٣٠٧ شمسي / ١٩٢٨ ميلادي کال کې د پغمان دريمه لويه جرگه . د يادولو وړ ده چې ميرزمانخان د پغمان په دوهمې لويې جرگې کې چې د جلال آباد د لويې جرگې ادامه وه، د منگلو د بغاوت د ټکولو د مصروفيت له امله گډون نه درلود. پدې جرگې کې د غازي ميرزمانخان ځوې عصمت الله خان برخه اخيستې وه.
په هيواد او خپلواکۍ مين دغه ستر شخصيت د هغو لږو کسانو په ډله کې وو چې د ژوند تر پايه امان الله خان او د هيواد د پرمختگ د پاره د هغې آرمانونو ته وفاداره پاتې شو، او د هغې د نوښت او پرمختگ د پروگرامونو پلويتوب يې کاوه. ستر غازي او زړه ور قوماندان ، لوې خان ميرزمانخان د ١٣٠٧ کال د حوت په مياشت کې د غازي امان الله خان د سلطنت په وروستيو مياشتو کې د هغه د سلطنت د ټينگښت دپاره د تاريخي هلوځلو په موقع د افغانستان د خارجي دښمنانو او هغوې د کورنيو گوډاگيانو د يوې دسيسې په ترڅ کې د کونړ د شينکوړک د کلي په جومات کې د ماخستن د لمانځه د ادا کولو په وخت کې تر ناځوانمردانه حملې لاندې راغئ او د ٥٨ کلنۍ په عمر په شهادت ورسيد. روح دې ښاده وي”.
ــــــــــــــــــــ
سرچينې: زموږ غازيان: د نومياليو ملي مبارزينو د ژوندانه حالات، ١٩٨­٢٠٢ مخونه، محمد ولي ځلمى.
د امان افغان جريده، پنځم کال، ٩ او١٠گڼه، ٣ او٤ مخونه، “داوطلبان سرکوبى باغيها”، ١٣٠٣
د حقيقت جريده، لومړې کال، ١٠ گڼه، د سنبلې ١١ نيټه، ١٣٠٣ شمسى کال.
داستقلال څلورمه جبهه، د عبدالخالق اخلاص تاليف، د حبيب الله رفيع سريزه، سمون، لمنې او نښلونې، دويم چاپ، ٢٠٠٥ کال.

سرچینه: منډیګک



معلوماتي میرزمان خان
t