غزل – سعادت فروغي

غزل – سعادت فروغي

چې دا ولې؟ آخر څه چل دى؟

وهم او يره, راسره مل دي

څه چې راپېښ, او که پېښيږي

د تندي برخه, کار د اذل دى

په ننګرهار (د امن کور کې)

څوک مافيا, او څوک يې غل دى

په منډو منډو, تر مونږ رادرومي

چابک روان دى, راپېښ اجل دى

زمونږ وژنه, چې روا بولي

لکۍ يې نشته, نور مکمل دى

په ورور وژنه, چې خوشحاليږي

عقل يې خام, کار يې چټل دى

شاعري څه ده؟ وايه سعادته!

د غم په تار کې, پېيل غزل دى


غزل، ادب، سعادت
t