پکه، دا دې لا بله سپکه!

پکه، دا دې لا بله سپکه!

ف، فایض

افغانستان لکه څرنګه چې علامه اقبال مرحوم وایي:

آسیا یک پیکر آب و ګل است

ملت افغان در آن پیکر دل است

از فساد او فساد آسیا

و از ګشاد او ګشاد آسیا

د آسیا زړه دی او ډېر مهم سوق الجیشي اهمیت لري؛ خو متأسفانه د افغانستان له همدې مهم سوق الجیشي اهمیت سره سره، دې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د خپل همدې موقعیت لویه بیه هم ادا کړې ده؛ لکه همدا اوس چې افغانستان د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ تر منځ پروت دی. که یو وخت روسانو هڅه کوله د افغانستان له لارې ځان د هند سمندر ته ورسوي او انګریزانو غوښتل له همدې لارې مرکزي آسیا ته ځان ورسوي او د روسانو د احتمالي پرمختګ مخه ډپ کړي، همداسې د ایران له خوا مو هم ډېر ضررونه لیدلي دي، اوس هم افغانستان په یوه دغسې موقعیت کې دی؛ امریکایانو غوښتل د افغانستان په لاندې کولو سره مرکزي آسیا ته لاره پیدا کړي او له هغه ځایه روسانو ته یو بل سرخوږی جوړ کړي، ځکه امریکا چې په ویتنام کې د ویتنامي ولس له لاسه کومه ماته وخوړه چې شا ته یې شوروي اتحاد او څه نا څه هم چین واقع و؛ نو اوس یې په افغانستان کې د شوروي په ماتې او ړنګېدا هم زړه یخ نه شو او غواړي نور ګوزارونه هم ورکړي، خصوصاً چې د ولادیمیر پوتین په قیادت کې روسان بیا پر پښو د ودرېدلو جوګه شول او په اوکراین او سوریه کې یې د امریکا سیاستونه لا ناکامۍ سره مخ کړل. همدارنګه روسیه غواړي امریکا په همغه افغانستان کې ماته کړي چې یو وخت دوی په کې مات شول؛ خو له دغو تېرو ترخو تاریخي حقایقو او تجربو سره د افغانستان ولس همېشه پر اسلام مین او سرښندونکی ولس پاتی شوی دی او د غزل بابا استاد امیر حمزه خان شینواري یې ډېر ښه تعبیر کړی دی چې:

ما ټیټ ورته لیمه کړه، زما سر نه ټیټېده

شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم

افغانستان ته چې له کومې ورځې د اسلام د مقدس دین پلوشې را رسېدلي دي، تر اوسه پورې هېچا هم د اسلام له پاره دومره لویې قربانۍ نه دي ورکړي. که افغانانو له سلطان محمود غزنوي او سلطان شهاب الدین غوري نه واخله بیا تر غازي احمد شاه بابا پورې هر یوه د اسلام له پاره قربانۍ ورکړي دي، احمد شاه بابا له دېرش زره کسیز پوځ سره ځي او د مرهټیانو له درې لکه شپېته زره کسیز پوځ سره جنګېږي او د پاني پت لویه فتحه یې په نصیب کېږي، دا نه د چور چپاول په غرض او نه د نورو نامقدسو اهدافو له پاره؛ بلکې تر شا یې یو ډېر مقدس هدف پروت و، هند ته د اسلام دعوت د افغاني فاتحینو په لاسو ورسېد دا چې اوس یو شمېر متعصبې کړۍ یا د لویدیځ فرهنګ په خوسا خم کې رنګ کسان پرته له دې چې د تاریخ یو څو پاڼې یې لوستې وي یا د تاریخ او تاریخي مطالعې په معنا او مفهوم پوه شي په دې اړه مغرضانه څرګندونې کوي، هغه جلا خبره ده، زه فکر کوم چې که دوی د غازي احمد شاه بابا په باب یواځې د ډاکتر ګنډا سنګ لیکلی تاریخ ولولي هم قناعت به یې پرې حاصل شي چې هغه څه ډول یو شخصیت و او د مفتوحه ځمکو له خلکو سره یې څه ډول چلند کړی دی.

افغانستان ولس یو پر اسلام مین و لس دی، یواځې د شوروي د تجاوز پر وړاندې یې چې کومې قربانۍ ورکړې په معاصره نړۍ کې ساری نه لري. افغانانو ته خپل اسلامي ارزښتونه او مقدمات ډېر ګران دي. همدارنګه افغانان په اسلامي ورورګلوۍ کې تر هر چا د مخه دي او دغسې یې همېشه اسلامي ورورولي پاللې ده.

په دې لړ کې د فلسطین قضیه ډېره مهمه ده. فلسطین یواځې د فلسيطینیانو او یا عربانو مسأله نه ده؛ بلکې دا د ګرد اسلامي امت مسأله ده چې تر اوسه پورې د یو څو اسلامي هېوادو له بې خاصیته مشرانو ور اخوا نورې اسلامي نړۍ د فلسطین په اسلامي خاوره کې د یهودي دولت تشکیل په رسیمت نه دی پېژندلی. نړیوال استعمار د دې هدف له پاره لومړی د عثماني خلافت د سقوط عوامل برابر کړل چې کرنل لارنس انګریز او یو شمېر مزدور عرب مشرانو په دې باب لوی نقش ولوباوه او تر هغې وروسته د دې کار له پاره قدمونه واخیستل شول، تر دې چې په ۱۹۴۸ کال کې د فلسطین په اسلامي خاوره کې یهودي دولت تشکیل شو او د روسانو، امریکایانو، انګریزانو، فرانسویانو او نورو په رسمیت وپېژاند او دا اوس خو اسراییل په منځني ختیځ کې د امریکایي استعمار د ژاندارم دنده پر مخه بیایي، چې ټول غربي استعمار او خصوصاً امریکا یې ډېره کلکه شاته ولاړه ده؛ خو نړیوال استعمار که هر څه کوي، د اسلامي امت خپل موقف مهم دی.

له بلې خوا یهود هغه قوم دی چې رب العزت یې په قرآن کریم کې په ډېرو صریحو الفاظو غندنه کړې ده او دوی چې وخت پر وخت له انبیای کرامو سره کوم چلند کړی هغه یې بیان کړی دی؛ نو ځکه خو د مسلمان وینه هېڅکله له یهودو سره نشي کډېدلی او دغسې له نورو کفري استعماري ځواکونو سره؛ خو د افسوس خبره ده چې زموږ (خاتون اول) اوس اسراییلي پانګوال را ولي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. ویسا ورځپاڼې د ۲۵/۵/۱۳۹۸ نېټې په ګڼه کې د سلام وطندار د رپوټ پر اساس په دې اړه تفصیلي خبر خپور کړی دی، ګران لوستونکي کولای شي چې هغې ته مراجعه وکړي او ویې لولي. اوس په خاصه توګه زموږ د ملي شورا د دواړو خونو مسؤولیت دی چې په دې اړه څېړنه وکړي او د دې خبرې حقیقت ځانته معلوم کړي او بیا یې پر وړاندې د یوه اسلامي او ملي احساس له مخې اقدام وکړي او مخه یې ونیسي.

اصلاً موږ دې ته اړتیا لرو چې د صهیونستانو په نامقدسو اهدافو ځانونه پوه کړو، او په دې اړه موږ دې ته اړتیا لرو چې هم خپلو دیني نصوصو ته مراجعه وکړو هم د تاریخ پاڼې واړوو. فلسطین د مسلمانانو خاوره ده، بیت المقدس د مسلمانانو لومړنۍ کعبه ده چې ان زموږ ګران پیغمبر (ص) هم یو څه وخت هغې خوا ته لمونځ کړی تر هغې چې د رسول ا… (ص) د تمایل پر اساس رب العزت بیت ا… د مسلمانانو کعبه وګرځوله او د کعبې تحویل وشو؛ خو اوس یهودانو بیت المقدس غصب کړی او د خپلې نوې پلازمېنې په توګه یې اعلان کړ او امریکا لومړنی هېواد و چې هغه یې د اسراییلو د پلازمېنې په حیث په رسمیت وپېژاند او د ګرد اسلامي امت سترګو ته یې خاورې ور وشیندلې.

خیر که امریکا یا نور استعماري ملکونه څه کوي، اسراییل څه کوي، دا خو د هغوی په نیتونو پورې اړه لري؛ خو اسلامي امت باید په دې اړه خپل مسؤولیت وپېژني او ادا یې کړي او تر کومه چې د افغانستان په مسلمان ولس پورې اړه لري باید خپل مسؤولیت ادا کړي او ځان پر دې پوه کړي چې دلته د غرض ناولو لاسونو څه پیل کړي دي او تر شا یې بیا د چا لاسونه دي.



t