مهمه دا ده چې جګړه ودرېږي!

مهمه دا ده چې جګړه ودرېږي!

ع، ا وطندار

دا مهال د افغانستان په اړه هم د سولې مذاکرات روان دي، هغه مذاکرات چې د امریکا او طالبانو تر منځ دي او د دولت په نامه لا څوک په مستقیمه توګه او تر همدې نامه لاندې په مذاکراتو کې نه دي شامل شوي، فقط د سولې له پاره د دولت وزیر سلام رحیمي دا اعلان کړه چې په راتلونکو دوه اونیو کې به د دولت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي، او هم هغه ده د انتخاباتي کمپاین په نامه غوغا روانه ده. د کمپاین لومړۍ ورځ هم لکه څومره چې باید ګرمه وای، ګرمه نه وه، دا ځکه چې خلک مخکې له مخکې په دې اندېښنه کې دي چې د انتخاباتو نتایج به څه را وځي هغه په دې خاطر چې د شفافیت هېڅ تضمین نشته او چې شفافیت تضمین نه وي؛ نو ښکاره خبره ده چې د انتخاباتو نتایج به د حکومت په ځولۍ کې لوېږي. ولسمشر نور خو لا نور چې لا له ډېری وکیلانو نه یې، دا ژمنې اخیستي چې ورته به کمپاین کوي، زره کروزینونه خو هسې عادي خبره ده، ښایي نغدي پېرزوینې هم ورسره ملګرې وي، له بلې خوا د کمپاین په دویمه ورځ چې هېڅ غونډه په کې و نه شوه، د حنیف اتمر په ټیم کې د عظمی صدارت کرسۍ هم د اختلاف ښکار شوه. دلته دې خبرې ته هم پام په کار دی دا چې څوک له چا سره ملګری کېږي، دا یې اختیار دی؛ خو د اساسي قانون هډوکي باید مات نه کړای شي؛ ځکه په اساسي قانون کې نظام تعریف شوی دی، امریکایانو خو په ۲۰۰۹ کې هم غوښتل چې پر ښاغلي کرزي اجرائيه ریاست ومني؛ خو د هغه مقاومت د امریکا هڅه ناکامه کړه چې په دې توګه نظام د اساسي قانون د تعریف په چوکاټ کې پاتې شو؛ خو په ۲۰۱۴ کې چې ښاغلي غني ډېره په اسانه دا طرح ومنله او ان چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري خو وویل چې د ملي وحدت د طرحې مبتکر دی نه دی؛ بلکې دا طرح د ولسمشر غني ده او ما یې فقط تطبیق ته لاره اواره کړه. اوس غني هم په اصطلاح د تولي انډول د برابرولو او جنرال دوستم د تضعیف په خاطر له ازبکو نه یوه څېره په خپل انتخاباتي ټیم پورې وتړله چې د ګټات په صورت کې به هغه ته هم یوه ماورای قانون دنده سپاري، ډاکتر عبدا… هم ښاغلی احدي د خپل اجرائيه رییس په توګه اعلان کړ او د ښاغلي اتمر په ټیم کې خو بیا د رسنیو په شهادت ښاغلی عطا محمد نور د عظمی صدارت کرسۍ غواړي چې خبره له اجرائيه ریاسته هم لږ پورته ده. تر اوسه پورې خو په اساسي قانون کې د تعدیل خبره کېږي او اوس هغه ده دې ته هم ضرورت پاتې نه دی چې لویه جرګه را وغوښتل شي او د نظام د نوعیت د تغییر موضوع ورته پېشنهاد کړي، بس هر څوک هغه د «هم کوزه و هم کوزه ګر و هم ګِل کوزه» په مصداق هر څه دی؛ هم ولسمشر دی، هم صدراعظم، هم لویه جرګه او دا کار ډېر خطرناک عواقب لري؛ ځکه په اساسي قانون کې خو دا خبره هم تصریح ده چې په اساسي قانون کې به د ضرورت پر مهال تغییر له خپلې قانوني مجرا نه راځي؛ نه ولسمشر دا حق لري نه بل څوک فقط لویه جرګه حق لري چې په دغسې ملي مسایلو کې تصمیم ونیسي، کوم وړاندیز چې ورته کېږي چې هغه یا تأیید کړي یا رد.

نو له یوې خوا دا ناندرۍ روانې دي او له بلې خوا د سولې جریان لا هم کاملاً روښانه، نه دی. طالبانو خو پخوا ویل چې د امریکا یا ناټو یو عسکر هم ورته په افغانستان کې د منلو نه دی؛ خو اوس یې غوسه لږه شانته کمه ښکاري او هغه دا چې غواړي امریکا د خپلو عسکرو د اېستلو مهالوېش اعلان کړي چې د وتلو موده هم یو د اختلاف ټکی کېدای شي چې طالبان په څومره موده کې د امریکایي عسکرو وتل غواړي او امریکا په څومره موده کې او دا هم لا کاملاً نه ده روښانه، چې امریکا دې ته چمتو ده چې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي او که نه. د ناټو د نورو غړیو هېوادو برخلیک هم د امریکا په تصمیم پورې تړلی دی، که امریکا و مني چې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي؛ نو د ناټو نور هېوادونه یې هم مني او که نه، امریکا پاتې وي د ناټو نور غړي هېوادونه به هم پاتې وي.

اوس یو ډېر عجیب حالت دا رامنځته شوی چې یوې خوا ته د سولې ډنډورې غږول کېږي او په څنګ کې یې د انتخاباتو غوغا را پورته ده؛ خو له بلې خوا یو خونړی جنګ هم روان دی، ان چې د کمپاین په لومړۍ ورځ هم د زرغون بهیر (روند سبز) پر دفتر برید ډېر خونړی و چې په خاصه توګه ټول کابل ښاریان او تر څنګ یې د ولسمشرۍ نوماندان ووېرول؛ نو بیا هم دا حالت سړی په شک و تردید کې اچوي چې دا جړه ماشوړه به له کوم سره خلاصېږي.

سوله یواځې دا نه ده او نه پرې سوله راتلای شي چې امریکا او طالب سره کښېني یو څو کرښې ولیکي او پرې لاسلیکونه وکړي، دنیا هم ومني چې هغه ده افغانستان ته سوله راغله او افغان ولس هم د اطمینان ساه واخلي چې هغه ده که خیر وي د سولې کاروان را روان دی او دا ټولې کږې به سمې شي. افغان ولس ته مهمه دا ده چې جنګ ودرېږي.

«چې بیا نه توره پورته شي، نه سر په وینو رنګ شي»

خو اوس دلته دا هر څه موازي روان دي، د سولې خبرې، انتخاباتي کمپاینونه او د جنګ یوه خونړۍ څپه. زه خو لا پر دې هم ځان نه شم قانع کولای چې سیمه ییزې اونړیوالې اجماع دا منلې وي چې افغانستان ته دې سوله راشي دا ځکه چې د جنګ او سولې تعریفونه متفاوت دي او په افغان ربړه کې د ښکېلو هېوادو ګټې او اهداف متفاوت دي، اجماع خو هله راتلای شي چې جنګ او سولې ته واحد تعریف پیدا شي. زموږ ګاونډیان هم په دې اړه متفاوت دریځونه لري. امریکایي مرکچي خلیلزاد هم دا ویلي چې که دوی له طالبانو سره توافق ته هم سره ورسېږي، جنګ نه ودرېږي؛ نو چې جنګ ونه درېږي نو: «زما څه پرې که دا وران شي، بل ودان شي جهان نوی» که دا توافق ډېر هم اغېزه وکړي؛ نو دومره به وکړي چې فقط د لنډو ورځو له پاره د مسکنو درملو کار ورکړي او بله ورځ به بېرته همغه پخوانی درک او خرک وي.

له ماسره خو دا اندېښنه هم شته چې کېدای شي حالات له دې نه هم کړکېچن شي، هغه پر دې چې بیا به ګاونډیانو ته هم د ملامتۍ ګوته نه شي نیول کېدای؛ ځکه هغوی به دا استدلال کوي چې یا د تشویق یا فشار له لارې خو طالبان مو دې ته وهڅول چې د سولې خبرو ته درسره کښېني چې هغه ده دا کار هم وشو؛ خو دا چې اوس جنګ نوې بڼه خپلوي؛ نو موږ نور څه وکړو.

دا سهي ده چې داعش لا د طالب په اندازه زور و قوت نه لري؛ خو فعالیتونه یې له طالبانو سره موازي روان دي او په طالبانو کې هم داسې ډلې شته چې په ټوله کې خو دا ویل کېږي چې هغوی د طالبانو د حرکت غړي دي؛ خو په حقیقت کې هغوی مستقله اجندا لري، مستقله قومانده لري او مستقل عمل کوي، دا ډلې دومره غښتلې شوي چې په مستقله توګه خپله اجندا پر مخ بېولای شي؛ خصوصاً په ښارونو کې چې کوم عملیات کېږي هغه د څو محدودو کسانو په وسیله سر ته رسوي چې شمېر یې د څلورو، پنځو یا نهایت شپږو کسانو نه زیات نه وي او دا احتمال هم نه شي ردېدای او بلکې قوي شک موجود دی چې په داخل کې هم ورسره خواخوږي، مرسته او ملګرتیا موجوده ده . یوه پخواني داخله وزیر خو لا ان په پارلمان کې دا خبره وکړه، چې دغه کسان د تورو ښیښو والا موټرو کې راوستل کېږي چې معلومه ده دا په حکومت کې ځواکمنې کړۍ دي چې تر اوسه یې چا مخه ونه نیولای شوه؛ ځکه وایي د بېغیرته ابا خو فقط پر ابۍ لاس بر وي.



t