سویډن: سوالګر باید د جواز اخیستو لپاره حکومت ته پیسې ورکړي

سویډن: سوالګر باید د جواز اخیستو لپاره حکومت ته پیسې ورکړي

د سویډن په اسکیلستونا ښار کې پر سوال کولو تر بندیز وروسته اوس سوالګرو ته په دې شرط د فعالیت اجازه ورکړل شوې، چې باید د سوال کولو رسمي سند او اجازه لیک ترلاسه کړي.

د دغه ښار ښاروال ویلي، چې د دغه سند د ترلاسه کولو لپاره باید سوال کوونکي خپل معتبر شخصي اسناد او ۲۵۰ کرونه پیسې تحویل کړي.

د دغه ګام موخه له سوالګرو سره د ښاروالۍ د اړیکو ټینګښت اوښاري نظم رامنځته کول ښودل شوي.

مخکې د سویډن په دې او نورو ښارونو کې پر سوال کولو بندیز لګول شوی و.



t