د طبعي ګاز څخه د بریښنا تولید د پرمختګ کار

د طبعي ګاز څخه د بریښنا تولید د پرمختګ کار

د افغان ‌پاور طبعي ګاز څخه د بریښنا تولید دستګاه چې د ۵۰ میګا واټ په اندازه بریښنا تولیدوي، د خصوصي سکتور د پانګې اچونې له پروژې څخه ده، چې د بلخ ولایت دې تصدی کود او بریښنا په شاوخوا کې جوړيږي.

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، په دې پروژه باندې پانګه اچونه د غضنفر ګروپ لخوا چې شاوخوا ۹۰ میلیونه امریکایې ډالره مصرف ورباندې راځې د ۲۰ کالونو لپاره په قرارداد ورکړل شوي، چې د دې پر اساس به غضنفر ګروپ د ضرورت وړ اندازه بريښنا چې د طبعي ګاز څخه جوړیږي دولت تصدی دافغان ګاز له لارې د هغه قرارداد پراساس چې د کانونو او پټرولیم له وزارت سره یې کړی تأمین او تولید شوي بريښنا به د بریښنا په شرکت باندې پلوري.

د دې پروژې سره به نه یواځې دا چې د بریښنا تولید ظرفیت زیاتوالۍ ومومي؛ بلکې د دې له لارې به د ملي عایداتو د زیاتوالي او سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول دندې پیدا شي.

په پروژه کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤلیتونه:

– د قرار داد تر پایه پورې د بریښنا دستګاه لخوا د اړین ګاز تأمین

– د یتیم تاق د ساحې پراخوالۍ دبرمې په ذریعه د څاګانو استخراج، تصفیفه او د ګازو پروسس

– اړو خلکو ته د ضرورت په اساس د بریښنا انتقال

د کانونو او پټرولیم وزارت له عمده مسئولیتونو څخه د پایپ لاین ساختمان د افغانستان د ګاز شرکت له لارې تر (۴۴) کیلومترو په اندازه غزول، او په ورته وخت کې د استخراجي ګاز تصفیه او ازموینې کار روان کړی.

غضنفر ګروپ د بریښنا تولید تجهیزاتو د لیږدولو په اړه مشورو کې هم د پام وړ پرمختګ کړی، چې په نږدې وخت کې به نوموړي دستګاه دکار سیمې ته انتقال شي.

د یادولو وړ ده، چې د بریښنا او اوبو وزارت، کانونو وزارت، د افغانستان د بريښنا شرکت، نړیوال بانک او د غضنفر ګروپ د دې پروژې ښکیلې خواووې دي، چې ټولې خواووې پکې په فعال شکل د پروژې په پرمختګ کې خپله برخه اخلي.




t