د هلمند سيمه ييز سندرغاړي لوی اختر ته کنسرتونه جوړوي

د هلمند سيمه ييز سندرغاړي لوی اختر ته کنسرتونه جوړوي

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنري فعالتیونو د تنظیم مدیرښاغلي حبیب الله شباب له لوري ددې ولایت له سیمه ایزو سندرغاړو سره د همغږۍ ناسته وسوه چې په ترڅ کې یې د لوی اختر شپو ورځو لپاره د ځانګړو کنسرتونو او پروګرامونو د ترسره کولو پر مهال د یو لړ مواردو د تطبیق په موخه پریکړي ترسره او د جدي پلي کولو غوښتنه ترې وسوه.

۱-ټول کنسرتونه باید د هستوګنې له کورنو،ښوونځیو او روغتونونو څخه لري ترسره سي، ترڅو سپين ږیرو،ماشومانو ، میندو او ناروغانو ته د مزاحمت سبب ونه ګرځي.

۲-د کنسرتونو پر مهال باید اسلامي او افغاني ارزښتونه په جدي ډول په نظر کې ونیول سي، د آذان او لمانځه د وختونو پرمهال باید هر ډول موسیقي ودرول سي.

۳-په کنسرتونو کې له غیري اخلاقي،بې معنی او غیري معیاري سندرو او شعرونو له ویلو څخه په جدي ډول باید ډه ډه وسي.

۴-په کنسرتونو کې له هر ډول هغو کړنو څخه باید په جدي ډول مخنیوی وسي چې له افغاني کلتور ،عرف او عاداتو سره په ټکر کي وي، په ځانګړي ډول د ټیټ عمر لرونکو ماشومانو له رقصولو او د هر ډول نشه يي توکو له استعمال څخه باید ډه ډه وسي.

۵-په کنسرتونو کې تر ډیره باید د خپلواکۍ د ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ حماسي او وطني شعرونه او سندرې وویل سي.

۶- په کنسرتونو کې د سولې په ملاتړ باید سولې ته ځانګړي سوي شعرونه او سندري وویل سي.

د پورته پریکړو پر تطبیق او عملي کولو ټول هغه سندرغاړي چې د لوی اختر په مناسبت په پارکونو او نورو میله ځایونو کې کنسرتونه په پلان کې لري مکلف ګڼل کیږي، او له سرغړونکو سره به یې جدي قانوني چلند ترسره او عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي سي



t