د مولانا عبدالرحیم پوپلزي خاطره

د مولانا عبدالرحیم پوپلزي خاطره

نوموړي ليکلي چې کله هغه په ۱۹۳۴م زېږدیزکال کې سعودي عربستان ته د حج لپاره ولاړی نو په مدینه منوره کې یې یو سړی ولیدی چې د مسجد نبوي فرش یې د اسلام پیغمبر ته د مینې او درناوي په لړ کې د سر په وېښتانو په داسي حال کي جارو کوی چي ترسترګو یې اوښکې بهېدې.

مولانا پوپلزي لیکلي چې د دې حیرانوونکې صحنې په لیدو یې پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک دی؟

ده ته وویل شول چې دا د افغانستان پخوانی باچا امان الله دی.

مولانا پوپلزی زیاتوي چې په افغانستان کې خلکو امان الله له دې کبله له هېواده وایستی چې ګواکي دی له اسلام څخه اوښتی دی، خو دده په وينا ما دلته په دې حالت کې ولیدی.

ډاکتر داود اعظمي



t