د ژوندانه بېلابېل آداب !!

د ژوندانه بېلابېل آداب !!

۱ـ ښځي دي د نارينه و په منځ کي نه ګرځي . (ابوداؤد)

۲ـ کله چي د چا دروازه وټکوئ او له دننه څخه آواز راسي چي څوک يې ؟ نو داسي مه وایاست چي زه يم ، بلکي خپل نوم ورته اخلئ؟. ( بخاري شریف)

۳ـ کله چي د چا کور ته ځئ نو مخکي اجازه اخلئ . (بخاري شریف)

۴ـ د اجازې غوښتلو پر وخت د دروازې مخ ته مه درېږئ بلکي چپه يا راسته خوا ته درېږئ . ( ترمذي شریف)

۵ـ که خپلي مور ته ورځې نو بيا هم تر اجازې اخيستلو وروسته ورځه . (مالک)

۶ـ کله چي يو چا ته د ضرورت په خاطر چاړه، چاقو ورکوئ نو تېره خوا يې خپل طرف ته او د چاړې لاس هغه کس ته ور کوئ . (ترمذي)

۷ـ هوا او تبي ته بد مه وایاست. (ترمذي شریف اومسلم شریف)

۸ـ کله چي شپه سي نو په بسم الله ويلو سره دروازه بنده کړئ، ځکه چي شيطان بندي دروازې نه خلاصوي او پر لوښو سرونه کښېږدئ .

۹ـ کله چي د شپې په کلي، بازار … کي تګ راتګ ختم سي نو په داسي وخت کي دباندي مه وځئ . (شرح السنة)

۱۰ـ د عامو خلګو په مخ کي اسویلۍ کول د ادب خلاف کار دی . پاشلي ملغلري، دوهم ټوک، صـ ۳۳۴ / .

حافظ عبدالولي رازقي



t