ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ مخنيوي کمپاين پيل شو

ننګرهار کې د کانګو ناروغۍ مخنيوي کمپاين پيل شو

ننګرهار ولايت کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د CCHF يا کريمين کانګو وينه بهونکې ناروغۍ مخنيوي په موخه عملاً کمپاين پيل شو.

د کرنې رئيس انجينر سميع الله نصرت وويل، چې کانګو يوه ساري او زونوتيکي ناروغي ده، چې له څارويو څخه انسانانو ته د وينې، خامو لبنياتو او د غوښې لمس له لارې انتقاليږي.

نوموړي وويل، چې دغه ناروغۍ په حيواناتو کې کوم کلينيکي نښې نه ښکاره کوي؛ خو انسان د مرګ ګواښ سره مخ کوي.

هغه مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلو کاري ساحو کې ياد کمپاين په درست ډول پرمخ يوسي، ترڅو د يادې ناروغۍ مخه ونيول شي.

په پای کې د وترنرۍ مسئولينو ته ۲۶ صحي کيټونه وويشل شول، چې د کمپاين پر مهال به ترې ګټه پورته کړي.



t