موږ درې بلا پسې / یو پنځوسمه برخه

موږ درې بلا پسې / یو پنځوسمه برخه

جاوېد اوربل

دوېمه ورځ

پروفیسور پر اوږو داسې بار را ایښی و چې هر دم یې غورځولو ته تیار وم.

د سبزۍ او میوو خوړل خوند کوي خو د ګېډې چاره بیخي د لږ وخت له پاره کوي.

ټوله ورځ داسې وم لکه یو شی چې مې ورک کړی وي، یا لکه روژه چې مې وي، اندېښنه مې وه چې اوس نو ولې ډوډۍ نه خورم.

تر دې بل سخت کار دا و چې نوي ملګري به پیدا کوم. داسې ډیر وخت شوی چې په درس کې یم خو هیڅ سوال نه راته پیدا کیږي لکه زه چې په هر څه پوهیږم.

لکه زه چې نابغه یم خو کله چې په هغې موضوع کې څوک رانه پوښتنه وکړي بیا ځواب ورته نه لرم، لکه یو څه مې زده کړي بیا هیر کړي وي.

د خلکو سره خبرې راته سختې تمامیږي، خو د ابدل دوی سره بیا داسې نه یم.

کور کې هم راته وايي چې د دوی زنګ درته راشي نو بیا له خندا دې خوله سره نه ورځي خو کور کې داسې نه یې، تروش تندی دې نیولی وي.

ابدل ته مې زنګ وواهه، له سیدو سره مې خبرې وکړې، د زارا احوال مې واخیست.

زړه مې لږ راته سپک شو. ما یوازې زړې ملګرتیاوې نوې کولې خو د نویو نویو کسانو سره اشنا کېدو ته نه جوړېدم، سخته راته تمامیده چې اوس څنګه له چا سره یو دم ملګرتیا جوړه کړم.

ماښام مې زړه راته وویل چې بس نور پروفیسور ته مه ورځه، د دې وچې ډوډۍ او غوښو له خوړو خو به نه منعه کېږې.

خو سهار له راکښیناستو سره یو د خوښۍ احساس راسره مل و، لکه یو خوږ خوب مې لیدلی وي، خو زه یې په علت نه پوهیدم.

زړه مې کله ویل چې د پروفیسور د خبرو کمال دی، کله به د کومې بلې معجزې خواته سوچ وړم چې ولې دا سهار د نورو سهارونو غوندې نه دی.

په نه زړه د پروفیسور خواته روان شوم.

هماغسې چې ده غوښتی وم، په هماغه وخت ورغلم.

پروفیسور وارخطا لوڅ سر راووت، خو نوې جامې یې اغوستې وې، پر ټټر یې دوه جیبونه وو.

هماغه ګلخانې کې لومړی د ګلونو نندارې ته ودریدم.

پروتې ته ځېر شوم چې پورته د چت خواته پر زیږ تار غزیدلې وه خو اودي ګلونه یې له هر بند سره غوړیدلي وو، ټول داسې ښکاریدل لکه د جومات لاوډسپیکرونو ته دې شین رنګ ورکړی وي.

د چت په لاوډسپیکر کې د رباب ورو ورو موسیقي غږیدله، پروفیسور څلور کتابونه داسې خلاص پریښي وو لکه د هر یوه له یوه مخ څخه نوټ اخلي یا یې سره پرتله کوي.

د هغه مخامخ پر نالیچکې ورته کښیناستم.

ورو یې غږ راووت، تا به ویل کتابونو ته خبرې کوي، یا کوم بل مخلوق ته ګډ دی.

ما واوریدل چې ویې ویل: ژوند پوړ پوړ دی. که لاندې روان یې، پورته پوړ ته ختل مشکل وي، بیخي مشکل وي، خو کله چې پورته وخیږې بیا بل پوړ ته ختل مشکل وي، خو داسې مشکل نه وي لکه له اوارې چې چت ته خیږې.

همداسې ژوند هم پوړونه لري، بل پوړ ته یې تګ سخت وي.

که یو ځل له یوه پوړه بل ته په پورته کیدو کې ځنډ رانه ولې نو له دې یوه پوړ نه بل ته ختل بیا په خوند او شور سره کیږي.

ډیر خلک پوړ په پوړ مخته لاړ شي خو وروستي پوړ کې مات شي، اخیري پوړ ته نه خیږي، له یوې لویې خوښۍ ځان محروم کړي.

بدلون منل د انسان لپاره تر ټولو سخت کار دی. هیڅوک نه غواړي، خپل حالت په اسانۍ بدل کړي.

علت یې دا دی چې انسان استراحت طلبه دی.

په ډيرې سختۍ یو کس له استراحته پورته کولی شې خو یوازې ته کولی شې ځان بدل کړې، له استراحته پورته شې.

انسان په حقیقت کې یوازې د ځان د بدلولو کافر قدرت لري.

هغه غلی شو، ما له ځان سره وویل، دا هم د نن ورځې لومړی درس.

د کتابونو له المارۍ سره مې پر یوې بلې تکه یي تختې سترګې ولګېدې شنه رنګ یې او بیا پر هغه د زیړو میخ شویو کاغذونو مې، تلوسه کړه چې ویې ګورم.

ور ولاړ شوم، پر کاغذونو عجیبه یاداشتونه وو، پرې لیکل شوي و، تا دې خدای ووهي! اته کیلومټره! د علي ملنګ چینه!

د پروفیسور پرونی خبره رایاده شوه چې تر یوې به زیاتې پوښتنې نه کوې.

غلی کښیناستم.
پروفیسور د منقل خواته وکتل، له چای جوشې بړاسونه ختل.

ګازي منقل مې بند کړ، دوې پاکې کړې پیالې پرتې وې، چای جوشه مې پرې راپورته کړه، د سپینو شیدو داره شوه، پیالې مې تر څنډو ډکې کړې.

پیالې مې راواخیستې، پروفیسور وویل: ته میلمه یې کنه د شیدو څښل هم درباندې بند دي.

پروفیسور د کتابونو پاڼې اړولې او زه ورته غلی ناست وم.

ډیر وخت ووت، زړه مې تنګ شو، ترې راولاړ شوم، پروفیسور همداسې عینکې راکښته کړې، د پوزې پر سر یې کښېښوې، د پوزې سوري یې سره سره ورغلل، ویې ویل:

په سترګو دې د مینې رانجه پورې کړه، چې هر څه ښایسته وګورې، لکه زما ګلخانه، زما اشپزخانه، زما د کتابونو المارۍ، لکه شین اسمان، لکه غاړې غاړې بهاند سیند، لکه په ونو پټ شین غر، بس دی که نور هم درته ووایم.

ما بې ارادې ورته وویل: دا شو د نن ورځې دویم درس!

هغه سترګې کتابونو ته کښته کړې خو په زوره یې له خندا سره ګډ وویل:
بالکل



t