سلمان خان د اسابېل کیف او ایوش شرما د نوي فلم اعلان وکړ

سلمان خان د اسابېل کیف او ایوش شرما د نوي فلم اعلان وکړ

د بالیووډ د ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې کترینا کیف کشره خور اسابیل کیف چي په تازه ګي فلمي نړۍ ته راغلې ده، د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستوری ایوش شرما سره د (Kwatha) په نوم په یو فلم کي لوبېږي. یاد فلم د هندوستان د پوځ پر یوه حقیقي پیښه جوړېږي.

د بالیووډ نامتو سېنمايي ستوری سلمان خان په خپل ټویټر اکونټ کي د یو ټویټ په واسطه اعلان کړی دی، چي د هغه د معشوقي کترینا کیف کشره خور اسابیل کیف د ایوش شرما سره په یو نوی فلم چي(Kwatha) نوميږي ولوبېږي. د (Kwatha) د فلم کیسه د هندوستان د پوځ پر یو حقیقي کیسه جوړېږي.

اسابېل کیف، سلمان خان او کترینا کیف

په یاد فلم کي سېنمايي ستوری ایوش شرما د پوځ د یو افسر رول لوبوي څوک چي په ډېر جدیت کار کوي او غواړي خپل شخصیت جوړ کړي. خو د اسابیل کیف د رول په هکله تر اوسه کوم څه نه دي ویل شوی او ویل کېږي چي کار پري روان دي چي د هغې رول هم مشخص کړل سي. د فلم ډایریکټر هم تاید کړي ده چي د هغه له لوري په جوړیدونکی فلم کي اسابیل کیف او ایوش شرما ته د رول لوبولو چانس ورکړل سوی دی.

پاته دي نه وي چي د فلمي ستورې کترینا کیف خور اسابیل کیف د بالیووډ د نامتو ستوری سلمان خان له لوري بالیووډ ته راوستل سوه او دا د هغې څلورم فلم دي.


بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t