د هوا د ککړتیا مخنیوی څنګه کولای سو؟

د هوا د ککړتیا مخنیوی څنګه کولای سو؟

وروستی برخه: د هوا د ککړتیا د مخنیوي له پاره یو شمېر چاپېریال پوهانو ۴۱ لاري چاري په ګوته کړي دي. له دغو لارو څخه موږ په تېرو ګڼو کي ۳۵ روښانه کړي، ولي پاته شپږ مهمي لاري په دا ګڼه کي درته وښيو.

۳۶- د ځان له پاره مېوې او سبزیجات وکرئ!

که چېري په کور کي د کښت له پاره مځکه لرئ، نو دا ستاسي له پاره تر ټولو ښه موقع ده چي مېوې او سبزیجات په وکړئ. هغه مېوې او سبزیجات چي تاسي ئې په بازار کي رانیسئ، تاسي ډول ډول وسایطو استعمالولو ته اړباسي. تاسي خو پوهېږئ چي د وسایطو استعمال د هوا د ککړتیا یو ستر لامل دی. که چېري موږ په خپله مېوه جات او سبزيجات وکرو، نو موږ به د وسایطو استعمال ته اړ نه یو او په دې ډول به مو د هوا د ککړتيا مخنیوی هم کړی وي.

۳۷- په دفترونو، کورونو او کارځایونو کي له ټکنالوجي څخه کار واخلئ!

د تګ و راتګ زیاتېدا د هغو ماشین آلاتو زیات استعمال ته زمینه برابروي چي په هوا کي په پراخه کچه کاربن ډای اکسایډ او نور هوا ککړوونکي ګازات خارجوي. که چېري موږ له نویو آسانتیاوو او وسایلو څخه کار واخلو، نو تر ډېره به مو په هوا کي د مضرو ګازاتو خارجېدا کنټرول کړې وي.

همد راز د دفترونو تر منځ باید داسي آسانتیاوي رامنځ ته کړو، چي د انسان تګ و راتګ ته ضرورت پېښ نه سي، بلکي د انټرنیټ، ټلیفون او یا نورو الیکټرونيکي وسایلو له لاري موضوع حل او اسناد تبادله سي.

۳۸- یو له بل سره په کارونو کي مرسته وکړئ!

موږ باید په کورونو، کلیو او خپلو سیمو کي له نورو سره د کارونو په کولو کي مرسته وکړو، تر څو هغوی اړ نه سي چي وسایط زیات استعمال کړي او هوا ککړه کړي.

۳۹- د ستونزو د رامنځ ته کېدو په وخت کي اړونده ارګان ته خبر ورکړئ!

که چېري ستاسي په کورونو، کوڅو او کلیو کي اورلګېدنه رامنځ ته سي یا د ګازونو پایپونه لیک وي او یا هم د برېښنا د شارټۍ ستونزه وي، تاسي باید مسؤل ارګانونه وخت پر وخت خبر کړئ، څو ژر اقدام وکړي او د هوا د ککړېدو مخنیوی وکړي.

۴۰- په دفترونو کي سواد داره پرسونل وګمارئ!

په دفترونو کي د سواد داره پرسونل ګمارلو لویه ګټه دا ده چي د برېښنايي او دفتري توکو د زیات استعمال مخنیوی کېږي. همدا راز دغه خلک ممکن د ادارې نور کارکوونکي هم د توکو له زیات استعمال څخه راوګرځوي او د چاپېریال د ککړتیا په اړه توصیه ورته وکړي.

۴۱- په ټولنه کي د چاپېریال ساتني ګروپ رامنځ ته کړئ!

که چېري تاسي غواړئ په حقیقت کي د هوا د ککړتیا مخنیوی وکړي او رښتیا هم ستاسي د چاپېریال د ککړتیا په اړه اندېښنه وي، نو تر ټولو ښه لار ئې دا ده چي په ټولنه کي د چاپېریال ساتني یو ګروپ رامنځ ته کړئ، څو پر ټاکلي وخت د چاپېریال ستونزي یو له بل سره مطرح کړي، هغوی ته حللاري پیدا کړي او د مخنيوي په موخه ئې اقدام تر سره کړي.

د چاپېریال ساتني ګروپ کولای سي د نورو ټولنو له پاره هم کار وکړي او هغوی ته د چاپېریال ساتني په اړه یوه مثبته نظریه وکړي.


هوا چاپېريال ککړتيا

تبصره وکړئ

avatar
t