ننګرهار: پچيراګام ولسوالۍ يو د ميليونونه افغانيو په ارزښت پروژې پلي کېږي

ننګرهار: پچيراګام ولسوالۍ يو د ميليونونه افغانيو په ارزښت پروژې پلي کېږي

ننګرهار والي وایي، په پچیراګام ولسوالۍ کې روان کال د ۵۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل او په پلان کې نیول شوي دي .

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې د نظامي مسؤلینو او سکتوري رئیسانو په ملتیا یې د زمري په ۱۳مه پچیراګام ولسوالۍ ته سفر کړی وو،ولسي غونډې ته یې د وینا پر مهال وویل،چې یاده ولسوالۍ کې سږ کال د ۵۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل او په پلان کې نیول شوي دي .

یاده غونډه چې د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د سرحدي ځواکونو په کنډک کې جوړه شوې وه،په کې د ولسوالۍ مسؤلینو سربېره د یادې ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو مخورو،ځوانانو،علماؤ کرامو او سلګونو نورو ګډون کړی وو.

د پچیراګام مسؤلینو په استازۍ ولسوال حضرت خان خاکسار او د ولسي خلکو په استازۍ حاجي ګل ولي د خبرو پر مهال د ننګرهار والي په مشرۍ د مسؤلینو له ورتګ څخه مننه وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې .

دوی د ولسوالۍ ودانۍ د بیا ترمیم،د خواجه صیب هدیرې نه تر ګډل پوله پورې او د چنارګي سیمې څخه تر تر شولالې سیمې پورې د درې نیم کیلو متره سړکونو د جوړیدو،په میاکلي کې د لوی پُل د بیا ترمیم کېدو،ښوونځیو ته د ودانیو او احاطو جوړولو او په اقرا پروګرام کې د شاملیدو،تورې بوړې په تنګي کې د اوبو بند جوړیدو، تورې بوړې سیمې ته د پاملرنې او یو شمیر نورو برخو کې غوښتنې او وړاندیزونه وکړل .

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د خبرو پر مهال د پچیراګام ولسوالۍ د خلکو د قربانیو او یووالي له امله قدرداني وکړه او روښانه یې کړه،چې د خلکو د مېړانې په پرتله د وخت مسؤلینو له لورې یادې ولسوالۍ ته په ښه توګه پاملرنه نده شوې.

هغه زیاته کړه:

«اوس مهال په یاده ولسوالۍ کې د ۲۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې تر کار لاندې دي،چې په کې د زمرخیلو پُل،د غونډې خیلو استنادي دیوال،د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې دوه شبکې،د کډوالو ادارې له لورې د سل بابه تشنابونو جوړیدل،روغتون کې د IPD بلاک جوړیدل،زغفرانو او نورو تخمونو ویشل او یو شمیر نورې پروژې شاملي دي .»

ښاغلي میاخیل وویل، همدا راز سږ کال د یادې ولسوالۍ لپاره د ۴۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلان شوي،چې په کې د اقرا پروګرام له لارې شل ښوونځيو ته ودانۍ جوړول،د سولې په نوم د ۱۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې،ولسوالۍ په کچه د لمریزې برېښنا ورکړه،د اوبو رسونې دوه شبکې،دوه وړې شنې خونې،۱۲۰ جریبه باغداري،لنډه خیلو،مورګۍ،بامه خیلو او محمد عمر په سیمو کې استنادي دیوالونه جوړول او ګڼ شمیر نورې پروژې شاملي دي .
د یادې غونډې په ترڅ کې د ښوونځي زده کوونکو ترانه او یو شمیر نورو د غربت تر نوم لاندې تمثیلي پرچه هم وړاندې کړه .




t