د فوټبال په قوانینو کي نوي تغیرات رامنځته سول!

د فوټبال په قوانینو کي نوي تغیرات رامنځته سول!

د هر فصل د پیلېدو څخه مخکي فیفا د فوټبال د پرمختګ او لا ښه والي په خاطر ځیني تغیرات رامنځته کوي، چي دا ځل هم ځیني نوي تغیرات رامنځته سوي او د نوي ۲۰۱۹/۲۰ فصل سره به عملي بڼه واخلي. ځیني تغیرات کوچني خو ځیني یي بیا لوي دي، چي د فصل د پیل سره سم باید لوبډلي او لوبڅاران دې قوانینو ته خپل ځان اماده کړي.

۱- ډراپ بال / د توپ غورځول به نور په فوټبال کي شتون ونه ولري. که چیري داسي یوه لحظه راځي، چي په تېر وخت کي د ډراپ بال څخه استفاده کېده، نو اوس به په ساده ډول توپ هغه چاته ورکول کېږي، چي مخکي د توپ ورسره وو.

۲- مخکي چي به کله توپ د لوبڅار / ریفړي سره ونښتئ، نو لوبه به روانه وه او هیڅ مهمه نه وه، چي څه به پيښیږي. تر دې وروسته که توپ پر لوبڅار ونښتئ او د دې سبب چي مقابله لوبډله د ګول لګولو په ښه موقعیت کي وه، لوبه درېږي او توپ بیرته هغه چاته ورکول کېږي، چي مخکي ور سره وو.

۳- د حمله کوونکو لوبغاړو له خوا په ټوله وخت کي د پینالټیو د وهلو دپاره، ګول ساتونکی باید د ګول دروازه لمس کړي او د ګول د دروازې پر خط باندي باید ولاړ اوسي. که چیري یو ګول ساتونکی د پینالټۍ څخه تر وهلو مخکي تغیر سوی وي، نو د هغه بدن هم باید پر خط باندي وي. مخکي هم دغه قانون وو، خو اوس به په جدي ډول رعایت کېږي.

۴- ازادي ضربي / فریکیک: تر دې وروسته که دفاعي لوبغاړو دفاعي دېوال جوړ کړی، نو د سیالي لوبډلي حمله کوونکي لوبغاړي حق نه لري، چي د هغوي په منځ، بغل، شاته او یا څنګته ودریږي. دغه څه ډېر کله د دې سبب کېدل، چي لوبڅار یي په کنټرولولو کي عاجزه اوسي. د دې سر په څنګه کي به تر دې وروسته، د سیالي لوبډلي د حمله کوونکو لوبغاړو فاصله د دفاعي دېواله سره حد اقل یو متر وي.

۵- تر دې وروسته هغه لوبغاړي چي تبدیلیږي یا وځي، نو په نږدې فاصله کي به د میدان څخه وځي او دا لازمه نه ده، چي د میدان د منځ څخه ووځي. دغه څه د دې سبب کېدئ، چي لوبډلي وخت تېر کړي.

۶- هغه لوبغاړي یا د لوبډلو کارکوونکي چي د ذخیره لوبغاړو په ځای کي ناست وي او سر غړونه وکړي، نو ژړ یا سور کارت ورکول کېږي. مخکي دا نه مشخص کېدل چي کوم لوبغاړی یا مسؤل شخص د ذخیره لوبغاړو په ځای کي سر غړونه کوي، نو ځکه کومه جریمه نه ورته ټاکل کېده. تر دې وروسته که لوبڅار پوه نه سو، چي کوم لوبغاړي یا د کلب کارکوونکي سر غړونه کړې ده، نو د هغه پر ځای به روزونکي ته ژړ یا سور کارت ورکول سي.

۷- که چیري حمله کوونکي لوبډلي ته د حملې کولو ښه زمینه برابره وي، نو هغه لوبډله کولاي سي تر خطا اعلانولو وروسته سم دستي لوبه پیل کړي او خپلي حملې ته ادامه ورکړي. لوبڅار ممکن وروسته تصمیم ونیسي، چي لوبغاړي ته کارت ورکړي او لوبه تعقیب کړي، چي د سره کارت ورکولو امکان هم سته.

۸- د لاس هنډ بال: که چیري د حمله کوونکي لوبډلي د لوبغاړي لاس په هر دلیل د توپ سره ونښلي، نو د مدافع لوبډلي دپاره د لاس هنډ بال نیول کېږي. همیشه به دغه ډول څه کېږي او هیڅ استثنا په دې کي نه ځاییږي او د دې خطا اعلانول د قصدي او غیر قصدي سره هیڅ اړیکه نه لري. د حمله کوونکي لوبغاړي د لاس سره د توپ نښلېدل مساوي دي د لاس د هنډ بال سره.

۹- د دروازې ضربه: تر دې وروسته که لوبه د ګول د دروازې څخه پیلېدل، نو د دې اړتیا نسته، چي د ګول د ساحې څخه لوبغاړي خپله توپ ترلاسه کړي. اوس ګول ساتونکی کولاي سي، چي یو یا دوه متره پاس چي هر چاته یي زړه وغواړي ور کولاي سي.

#منندوی


لوبې، فوټبال، نړۍ ورزش
t