سلمه کلیزه: سیدجمال الدین افغاني پوهنتون کې غونډه وشوه

سلمه کلیزه: سیدجمال الدین افغاني پوهنتون کې غونډه وشوه

د افغانستان د بیا ځل خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ په سیدجمال الدین افغاني پوهنتون کې ستره غونډه وشوه.

دا غونډه پرون یکشنبه ترسره شوه.

یاده ستره غونډه د پوهنتون له لورې رابلل شوې وه چې ولایتي چارواکو، دیني علماو، استادانو او محصلینو په کې ګډون کړی و.

د پوهنتون رئیس محمد ګلاب عمري په خپلو پرانیستونکو خبرو کې وویل چې خپلواکي په زور اخیستل کیږي،خو ساتنه یې علم او پوهې سره تړل شوې ده.

عمري ټینګار وکړ ترڅو ځوانان دعلم په ګاڼه ځان سمبال او راتلونکی قشر دشاه امان الله خان په فکر پوره اګاه او د ازادۍ په ارزښت یې وپوهوي.

ګڼو مشرانو او مسوولینو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د غازي امان الله او په وطن مینو افغانانو په مبارزې، د ازادۍ په ارزښت او د نیکونو ځای ناستي لمسو- اوسني نسل په مسوولیتونو خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې د علم او فکر پرمټ هېواد او ازادي وساتي.

د ناستې په ترڅ کې د پوهنتون استادانو له لوري د ازادۍ په اړه د علمي مقالو لوستلو ترڅنګ د اسقلال د څلورمې جبهې د اتل غازي میرزمان خان لمسي خالد خان هم وینا وکړه.

هغه وویل چې غازي میرزمان خان په هيواد او خپلواکۍ مين شخصيت و او د ازادۍ گټلو په لاره کې یې تاريخ جوړونکی رول لوبولی دی.

زماني وویل غازي ميرزمان خان د انگريزانو سره فطري دښمني لرله او دشهرت انگازې یې هغه وخت خپرې شوې کله چې يې په ١٩٠٨ م کال کې د انگريزانو په وړاندې په سرې غزا کې د غازيانو د يوه وتلي مشر په توګه برخه واخیسته .

په دې غونډه کې د کونړ مرستیال والي هم وینا وکړه.

ګل محمد بیدار وویل چې غازي امان الله خان له انګریزانو څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کېدو وروسته، دهېواد د پرمختیا او د ټولنې د ودې او عصري کېدو برخې ته زیات پام اړولی و چې په دې لړ کې د حکومتي سيستم د منظم کېدو او پياوړتيا ترڅنګ، د بشري او ټولنيزو ازاديو لپاره یې هم یو شمېر ګامونه پورته کړل.

 

 


سلمه کلیزه، کونړ
t