د رواني جګړې تکتيکونه

د رواني جګړې تکتيکونه

لیکنه: وسیع الرحمن ابهام

شپږمه برخه

د رواني جګړې تکتيکونه ډېر زیات دي خو مهم يې په لاندې ډول دي:

١۔ تور پورې کول؛ په دې تکتيک کې رسنۍ یا بانفوذه اشخاص بېلابېلې کلمې په مثبتو او منفي صفاتو بدلوي او هغه پر شخصیتونو او بېلابېلو بنسټونو باندې تپي.

له دې څخه موخه دا وي چې يو فکر، تصور يا ډله محکوم شي او د محکومیت دلیل یې هم نه وي، په اوسني وخت کې يې ښه بېلګه تروریزم او ترهګر دي او په رواني جګړه کې ځکه تروريزم او ترهګر استعماليږي چې لوری يې مشخص ندی.

٢۔ له ډار څخه کار اخستل؛ ټولنيز ارواپوهان وايي چې په دې تکتيک د دښمن د ځواکونو په منځ کې ویره خپریږي او غالب حریف د خپل ګواښ تر څنګ مغلوب حریف ته دا ګواښ هم کوي چې د هغوی په منځ هم ډېر احتمالي ګواښونه موجود دي او کوښښ کوي هغوی ته مبهم راتلونکی وړاندې کړي، لکه پر عراق د برید څخه وړاندې امريکا داسې راپورونه خپرول چې عراق اتومي وسلو ته نږدې شوی او صدام حسین له ترهګرو ملاتړ کوي چې په پایله کې يې په اسانۍ تهاجمي برید ته لاره هواره کړه.

٣۔ تکرار؛ ارواپوهنه وايي چې تکرار د عادت په جوړښت کې لوی اغېز لري، په دې تکتيک کې هم یوه موضوع تر يوه وخته ژوندۍ ساتل کېږي او کوښښ کېږي چې د خلکو په اذهانو کې ځای ونیسي، د خبر د تکرار تر منځ فاصله نه دومره اوږده وي چې له خلکو هېره شي او نه دومره لنډه وي چې خلک ترې ستړي شي، د بېلګې په ډول: يو شخص وژل کېږي. تر يوه وخته د قاتلینو د نیولو غوښتنه کېږي، بیا د قاتلینو د نیولو خبرونه خپروي، بیا هغوی ته د سزا نه ورکولو په تور دولت تورنوی او کیسه همداسې پر مخ وړي.

٤۔ اوازه یا شایعې خپرول؛ په شایعه کې ټولیز مطالب اساسي محور لري او تر ډېره پکې له کنايې ګټه اخستل کېږي څو پر اوریدونکو ژور اغېز پرېباسي، د بېلګې په ډول د عیني شاهدانو له قوله ……. داسې کېږي، يا داسې رپوټونه خپاره شوي چې فلانۍ ډله له ترهګرۍ ملاتړ کوي…..

٥۔ شاهدي، دې تکتيک ته چل هم ويل کېږي،چې پکې مخاطبه ټولنه له خپلو باورونو او عقيدو سره يو ډول او هم نظره ښودل کېږي، د بېلګې په ډول يو هیواد د بل هيواد له فوځ سره مرسته کوي او نړیوالو ته دا ښايي چې مونږ په ګډه ترهګري له منځه وړو، بیا د مخاطب هيواد وګړي تفرقې ته راپاڅوي څو خپل هیواد تورن کړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه نه کوي.

٦۔ حقیقت ويینه؛ په دې تکتیک کې کوښښ کېږي د يو خبر اصلي یا حقیقي برخه حذف شي، د بېلګې په ډول خبر شپږ اصلي برخې لري: څوک، چېرته، څه وخت، څه شی، ولې، څه ډول. دوی د ولې یا څه شي برخه له پبامه غورځوي.

٧۔ د بې طرفۍ تظاهر؛ دې تکتیک کې تر ډېره په رسنيو باندې اتکا کېږي او کوښښ کېږي چې د مخالفانو نظريې په بیلابېلو ډولونو لکه خبر، ريپوټ…. خپرې کړي څو دا وښايي چې د مخالفانو نظریو ته درناوی ساتل شوی.

٨۔ بلا جوړول؛ په دغه تکتیک کې يو بنسټ یا ټولنه نورو ته بلا او لوی خطر معرفي کېږي او داسې ښايي چې نوموړې ډله، ټولنه…. نړۍ ته ستر خطر دی.

٩۔ تاوتريخوالی؛ په دغه تکتیک کې هڅه کېږي چې د اوازو او مبهمو کارونو له لارې تاتريخوالی رامنځته کړي، نیش لرونکې خبرې، د ټولنې د منلو وړ ځایونو باندې بریدونه، مقدساتو ته سپکاوی، د پټو رازونو او مطالبو افشا کول، د نفوذ لرونکو شخصیتونو حرمت ماتونه هغه څه دي چې په دې برخه کې ګټور تمامیدی شي.

١٠۔ دروغ؛ دا که څه یو پخوانی تکتیک دی خو د خپل پراخ اغېز له مخې اوس هم ډېر کارول کېږي، په دې کې د خپل مخاطب پر وړاندې د دروغو پيغامونه او رپوټونه خپروي او د هغوی باور له منځه وړي او ويره پکې رامنځته کوي.

١١۔ شخصیت وژنه؛ په رواني جګړه کې د فزیکي وژنې ځای شخصیت وژنه نیسي، په دې کې د يو هیواد د اغېزمنو شخصیتونو د ضعف په ټکو پسې ګرځي او کله يې چې پيدا کړل په ډېره جدي توګه يې د رسنيو له لارې مطرح کوي، تر څو د خپلو خلکو پر وړاندې بې عزته او بې اعتباره شي، د بېلګې په ډول لکه امریکايي موډلې چې د رحیم وردګ په ځوی د جنسي تیري تور پورې کړ، په داسې حال کې چې ویل يې زه يې په چکر وړی وم، خو په امریکا کې په رضایت جنسي اړيکه کومه ستونزه هم نلري…..


معلوماتي، رواني جګړې تکتیکونه
t