په کندهار کي د اوبو دوه لوی مهم بندونه جوړیږي

په کندهار کي د اوبو دوه لوی مهم بندونه جوړیږي

حکومت غواړي،چي په کندهار کي د میانکو او لوړې دوه مهم بندونه کړي،تر څو د کرني د ودي او پراختیا په برخه کي مرسته وکړي.

د اوبو او کرهڼي په برخه کي د ولسمشر سلاکار حميد هلمندی وايي د لوړې بند،چي په ارغستان ولسوالۍ کي موقیعت لري د سروې لپاره يې یو ميلیون ډالر ځانګړی سوي دي.

د ده په خبره،چي د لوړې بند د سروې او ډیزاین چاری به د روان ۲۰۱۹ کال د اکټوبر په مياشت کي پيل سي.

د دغه بند پر جوړولو ۳۰ ميليونه ډالر لګښت راځي،چي د هندوستان يې د ورکولو ژمنه کړې ده.

په ورته وخت کي هلمندی واي،چي د میانکو بند چې د ۵۰۰ میلیون مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، د سروې او ډیزاین چارې یې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به افغان حکومت د دغه بند د جوړولو لپاره بودجه ځانګړې کړي.

 




t