پاکستان وايي هند د افغان سولي د روانو خبرو د ګډوډولو کوښښ کوي

پاکستان وايي هند د افغان سولي د روانو خبرو د ګډوډولو کوښښ کوي

د پاکستان ډې نیوز ورځپاني راپور ورکړی،چي د پاکستان ملي امنیت شورا تر یوې غونډي وروسته په خبره کړې خبرپاڼه کي ادعا کړې،چي هند غواړي د افغان سولي رواني خبري ناکامه کړي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا ویلي چې هند په داسې حال کې په جمو او کشمیر کې د تاوتریخوالي هڅه کوي چې پاکستان خپل ټول پام د افغان سولې خبرو ته اړولی دی.

د پاکستان د ملي امنيت د خبرپاڼي له هند په همدې موخه په کشمیر کې ځواکونه ځای پر ځای کړی دي، تر څو پاکستان پام له افغان سولې خپلې کورنۍ موضوع (کشمیر) ته واړوي.

پاکستان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې هندي چارواکو ویلي په زرګونو پوځیان یې کشمیر ته لېږلي څو د هندوانو پر مذهبي ځایونو د ممکنه بریدونو مخنیوی وکړي.

 




t