د شاهد کپور(کبیرسینګهـ) فلم؛ په استرالیا کي ډېر ښه بازاردرلود

د شاهد کپور(کبیرسینګهـ) فلم؛ په استرالیا کي ډېر ښه بازاردرلود

د هندي سېنما بالیووډ د وتلی اوتجربه کاره اداکار شاهد کپور( کبیر سنګهـ ) فلم د هند د بکس افیس تر څنګ د استرالیا په بکس افیس کي هم طوفان جوړ کړ. یاد فلم په هندوستان کي ډېر ښه وچلید او د ډېرو پیسو ګټلو تر څنګ يي یو شمیر ریکارډونه هم جوړ کړل. اوس هندي رسنۍ وايي یاد فلم په استرالیا کي هم ډېر ښه بازار درلود.

هندي رسنۍ وايي یاد فلم یوازنۍ هندی فلم وبلل سو، چي د استرالیا په بکس افیس کي يي یو میلیون څخه زیاتي پیسي ترلاسه کوي. (کبیرسینګهـ) فلم د هندي سېنما د مشهور سېنمايي ستوری شاهد کپور فلم دي چي څه موده مخکي نندارې ته وړاندي سو، د شاهد کپورتر څنګ د بالیووډ ښکلې ستورې کیرا ادواني هم رول لوبولی دی.

د شاهد کپور او کیرا ادواني(کبیر سینګهـ « فلم

د تجارت د برخي یو تحلیګر ترن ادارش وايي: ( کبیرسینګهـ یوازني هندي فلم دي چي په ۲۰۱۹ میلادي کال په استرالیا کي تر یو میلیون څخه زیاتي پیسي په بکس افیس کي تر لاسه کوي. یاد فلم لا هم په تیاترانو کي نندارې ته وړاندي کېږي، اود پرمختګ په حال کي دی.

د یاد فلم د لارښووني چاري د سندیف وینګا په غاړه دی او شاهد کپور یو تر ټولو د زیاتي ګټي او ریکارډ جوړونکی فلم بلل سوي دي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t