کرني وزارت:په افغانستان کي ۱۸۰۰ معياري سړې خوني جوړيږي

کرني وزارت:په افغانستان کي ۱۸۰۰ معياري سړې خوني جوړيږي

د کرني او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي په راتلوونکو شپږو مياشتو کي به په ټول هيواد کي ۱۸۰۰ سړې خوني د سبزیجاتو او تازه میوو د ساتني لپاره جوړي سي.

د ده په خبره،چي افغانستان اوس د تازه میوو او سبزیجاتو د توليد له اړه په ځان بسیا سوی او په دې برخه کي لا هم جدي هڅي رواني دي.

نوو جوړېدونکو سړو  خونو کې به رومیان، بادرنګ او دغه شان تازه مېوې په نړېوالو معیارونو وساتل سي.

د کرني او مالدارۍ وزارت په داسي حال کي د سړو خونو د جوړېدو خبر ورکوي،چي کروندګر وايي د تازه ميوو په وخت کي يې حاصلات په ډېر کمه بيه خرڅيږي او د ساتني لپاره يې مناسب ځای شتون نه لري.



t