د قدر نسل/ سید شاه سقیم

د قدر نسل/ سید شاه سقیم

موږ د وطن بختور نسل يوو؛
موږ ښايي د نړۍ چټک ترين نسل يوو چې د پېړيو واټن مو په لسو کالو کې وهلی.

څو کاله وړاندې؛
د څراغ د ټيټې پيلتې رڼا ته به مو غبرګ لاسونه ونيول، ګوتې به مو وښورولې او پر دېوال پروت سيوري به د لېوه غوندې خوله ځوځوله. دا زموږ لپاره لويه تفريح وه.

په دوو اورلګيتونو کې به مو تار واچاوه، له پورې کوټې سره به مو خبرې پرې کولې. يوه به اورلګيت خولې، بل غوږ ته نيولی و.

تر مړوند به مو قلم تاو کړ، را و به مو ګرځاوه او بيا به مو ساعت ته په همدې قلم عقربې جوړې کړې. درې ورځې به يې رنګ نه پاکېده.

اوږده واټنونه به مو پياده ووهل، پايڅې به مو تر ورنو راټولې کړې، پرتوګ به مو له هوا ډک کړ او د باران ډنډو، خړو اوبو ته به مو ورټوپ کړل.

کله به مو اوسپينز سيمان په ګوتو سره تاو کړل، موټر به مو ځينې جوړ کړ، کله به مو له کاره لوېدلي د سايکل ټاير ته لرګی نيولی و.

د لاسونو پر چاودو به مو غوټۍ غوټۍ وينې ولاړې وې، موږ به په سپېرو خاورو کې مردکو او بډيو ته لوېشتې ايښودې.

ژاولې به مو خولې ته واچولې، لستوڼی به مو راټول کړ او د کريکټي ځوان د عکس ټاپه به مو پر لېڅه ولګوله.

له ستورو ډک اسمان، تر باران وروسته خړو اوبو ته د کور له دېوالونو چپه لار ورکول، د شپې د سپو انګولاوې، د ډنډ د چونګښو غږونه، تر باران وروسته د خاورې جنتي خوشبويي، د نجونو او پېغلو پالونه، د واده په سندرو کې زموږ نوم اخيستنه، د اخترونو نکريځې، ړوند چرګ، د باران لپاره سوبت او په سوبت کې د مېږې په وړيو له ځانه بابا جوړول، درنې شپې، د شيشکو، بلاوو او روو وېره، د سپين سرو اوږدې کيسې، د بې سوژې انا د مچ نکل، په مياشت يا اوونۍ کې تر لمبېدو وروسته زموږ تر سر د يو موټ اوړو جارېدا، د تناره پر سر په ساړه کتغ توده ګوله پورې کول، په پنځه مياشتې کې يو ځل د ثواب په نيت د جومات جارو کول، د اذان کولو تلوسه، د چرګې په چيچوڼو کې يو زموږ په نامه کېدل او تر پښه يې زرغون تار غوټه کول، د شوبرات اورلوبې، وړې وړې هيلې، ناچېزه خو زموږ لوی ارمانونه او بلا ډېر نور خوندونه پر زمانه زموږ قلنګ و.

خو نن؛
په برېښنا له سنبالې نړۍ سره، د برېښنا په سرعت روان يوو.

د نړۍ وروستي ماډل موبايلونه له موږ سره دي، عکسونه پرې اخلو او انټرنيټ ورباندې کاروو.

ای‌واچ، سمسونګ واچ او نور د نړۍ پرمختللي ساعتونه مو تر لاسو تړلي.

سوناوې، د اوبو مساج او نور راته عادي ښکاري.

په وروستيو ماډلو موټرونو، الوتکو او بېړيو کې سپرېږو او له سفره يې خوند اخلو.

په انلاين بڼه د نړۍ مشهورې لوبې د نړۍ د بل سره له وګړو سره کوو.

پر هماغو کريکټي ځوانانو نيوکې کوو، مجلسونه ورسره کوو، يارانې ورسره پالو چې په ماشومتوب کې به يې په عکسونو زموږ لېڅې لړلې وي.

ډېرې هغه طبيعي پېښې مو هم وليدې چې په اته يا نهه سوه کاله کې يو ځل پېښېږي. پېړۍ زموږ په ژوند کې واوښته. د دريو څلورو نظامونو شاهدان يوو.

موږ د پېړيو مزل په لسيزه کې وهلی، موږ تر خپل عمر ډېر مشران يوو.

نه تېرو نسلونو اوسني څه وليدل، نه به اوسني او راتلونکي نسلونه هغسې محروم، خو رنګين ماشومتوب تجربه کړي چې خوند يې اوس هم زموږ په ياد دی.

موږ د قدر نسل يوو.


د قدرنسل
t