جنګه کور دې ړنګ شه مستانه ځوانۍ دې یووړې / پير محمد کاروان

جنګه کور دې ړنګ شه مستانه ځوانۍ دې یووړې / پير محمد کاروان

لو دی د لونګو خو لاسونه مې تڼاکې

ګرځي بې امېله ډېرې ښکلې حیاناکې

ستړی وم په کار کې کنه مست شعر مې لیکلو

مانه شېبې لاړې شوخې شنګې او بېباکې

جنګه کور دې ړنګ شه مستانه ځوانۍ دې یووړې

وای چې شي را یادې لکه اسپې وې کاواکې

اوس خو یې خنداوې لکه مات بنګړي بې شرنګه

جنګ جوړې له نجونو کړې مرغۍ غلې غَلیاکې *

دوی میَنې نه دي یا به بُورې وي یا ورارې

ګډې وډې ږدي چې پر دیوال باندې څپیاکې

وخت و له مسرو نه کاروان لومې جوړولې

ده به را نیوې په کې د زرکو بُربُراکې *

۲۸ سرطان ۱۳۹۸ کابل



t