د کانګو تبې زياتېدل؛ کونړ کې يې د مخنيوي کمپاين پيل شو

د کانګو تبې زياتېدل؛ کونړ کې يې د مخنيوي کمپاين پيل شو

د کونړ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د کانګو تبې «CCHF» د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو.

د دې کمپاین په لړ کې به د کونړ ولایت دمرکز په ګډون ددې ولایت د ۱۶ ولسوالیو مشکوکې سیمې، څاروی او دڅارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) دسیمه ییز وټرنرۍ واحدونو له لارې دواپاشي کیږي او ترڅنګ یې پر مالدارانو د حفظ الصحې کڅوړې هم وېشل کيږي ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه کار واخلي.

د دې ترڅنګ د کانګو تبې د مخنیوی په موخه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکول وکیږي.

کانګو تبه وېروسي ناروغي ده، چې حشرې، خځندې او یا څاروي یې انسانانو ته لېږدوي.

ددې کمپاین له پلي کولوڅخه د کرنې وزارت او همکارو نهادونو موخه د کانګو تبې پر وړاندې د څارویو او انسانانو خوندي کول دي.

د کانګو وینه بهېدونکي تبه «CCHF» یوه مرګوني میکروبي «ویروسي» ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي.

ددې ویروس عمده سرچینه په شخوندوهونکو څارویو «پسونو، وزو او غواوو» کې ده. ددې وایروس لېږدونکي تر ډېره کنې دي.

 دغه ناروغي له اخته حیوان څخه انسان ته او له یوه انسانه بل ته د اخته ناروغ سره له نېږدې اړیکو، ترشعاتو او د هغه د بدن د نورو مایعاتو له لارې لېږدي.




t