هند کشمير ته نور سرتېري استولي دي

هند کشمير ته نور سرتېري استولي دي

د هندي رسنيو د راپورونو په حواله، د احتمالي بريدونو له امله هند کشمير ته نور سرتېري استولي دي.

ځايي امنيتي سرتېرو له سېلانيانو غوښتي دي چې له سيمې ووځي.

د پاکستان پولیسو پرون وویل چې هندي ځواکونو د دوو کشمیرونو ترمنځ د کنټرول کرښې له هغې غاړې ګولۍ ویشتي چې له کبله یې د پاکستاني کشمیر د سرحدي کلیو په خلکو کې وېره او ترهه خپره شوې ده.

دا خبر داسې مهال راپورته کېږي چې پاکستان امريکا ته وړانديز کړی دی ترڅو يې هند سره د خبرو منځګړيتوب وکړي.




t