جنوبي کوريا او امريکا ګډ پوځي تمرينات پيلوي

جنوبي کوريا او امريکا ګډ پوځي تمرينات پيلوي

د جنوبي کوريا پوځ وايي، دوی د امريکا سره ګډ پوځي تمرينات پيلوي، داسې مهال چې شمالي کوريا خبرداری هم ورکړی دی.

د رسنيو د راپورونو په حواله، شمالي کوريا بيا ويلي دي، دغه ډول تمرينات به د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ خبرې اترې پيکه کړي.

د جنوبي کوریا دفاع وزارت نن دوشنبه وویل چې دا مانورې به د جګړې په مهال له امریکا څخه د خپلو ځواکونو د عملیاتو د کنټرول د بېرته اخیستلو په برخه کې د جنوبي کوریا بالقوه وړتیاوې وازمايي.



t