هلمند لپاره درې رغنيزې پروژې منظور شوي

هلمند لپاره درې رغنيزې پروژې منظور شوي

هغه غونډه چي د یادو پروژو د پوهاوي برخه کې جوړه شوې وه دهلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان هم پکې ګډون وکړ او د هغه سیمي اوسېدونکو سره يې خبري وکړې چي په سیمه کي يې رغنیزي پروژې عملي کیږي.

یادو پروژو کې د بُست کلا خاري سیمه کي د استنادي دېوال ، د نهرسراج ولسوالۍ اړوند کلا ګز سیمه کې د کانالونو د پاکارۍ او د سربند رغونه او ددیشو ولسوالۍ د کانال بیرته فعاله کول شامل دي.

د هلمند سیندیزي حوزې عمومي ریئس غلام یحی څرګند د غونډي ګډونوالو ته د مالومات پر مهال وویل پروژې منظوري شوي او ژر به يې عملي چاري هم پیل شي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د خبرو پرمهال وویل: یادي پروژې چي د اوبو د مهار، د کانالونو د پاکارۍ او سربند جوړونې برخه کې منظور شوي اساسي پروژې چي په پلې کېدو سره به يې د خلکو ډېري ستونزي حل شي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه : ولسونه دي د ملي پروژې د عملي کېدو په برخه کي پوره همکاري وکړي ترڅو خلک له ګڼو هغه ستونزو څخه خلاص شي چي د اوبو د کمښت ، استنادي دېوالونو او ورته برخو کي يې لري.

د ښاغلي یاسین خان په خبره د یادو پروژو لومړني کارونه پیل شوي چي وروسته به يې عملي کارونه پیل شي.



t