«ازادۍ تر پاچاهيه لار تېری کا» کتاب چاپ شو

«ازادۍ تر پاچاهيه لار تېری کا» کتاب چاپ شو

ننګرهار والي په نوښت (ازادي تر پاچاهيه لا تېری کا) تر عنوان لاندې د غازي امان الله خان پر ژوند او کړنو کتاب چاپ شو.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په نوښت او زيار د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ (ازادي تر پاچاهيه لا تېری کا) تر عنوان لاندې د شاه غازي امان الله خان پر ژوند او کړنو کتاب چاپ شو.

د دغه کتاب اهتمام، چې پوهنيار هجرت الله اختيار کړی وايي چې دغه کتاب د خپلواکۍ سلمي کليزې په وياړ د جوړيدونکي علمي سمينار لپاره د اولس ليکوالانو له ليکل شويو مقالو جوړ شوی.

دغه کتاب دوه زره ټوکه چاپ شوی او ډېر ژر به زر ټوکه نور هم چاپ شي، چې د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ به په ټول هېواد کې په وړيا ډول وويشل شي.

په ياد کتاب کې د شاه غازي امان الله خان پر ژوند، کړنو، خدمتونو او راتلونکو پلانونو په اړه ګټور معلومات ليکل شوي دي.

ټاکل شوې، چې د زمري په اولسمه نېټه ننګرهار پوهنتون کې د همدې کتاب مقالې ليکوالانو له لوري د يو علمي سیمنار په ترڅ کې ګډونوالو ته وړاندې شي.




t