افغان لوبډلمشر راشد خان د معلولینو له لوبډلې سره وکتل

افغان لوبډلمشر راشد خان د معلولینو له لوبډلې سره وکتل

نن په انګلینډ هېواد کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د معلولینو ملي لوبډلې د هڅونې او ملاتړ په موخه راغی او لوبغاړو ته یې په هېوادنۍ مینه او لوړ هوډ سره د لوبې کولو سپارښتنې وکړې.

ښاغلي راشد خان له لوبغاړو سره خپلې مشورې شریکې کړې او دوی یې هم رښتیني اتلان یاد کړل.

نوموړي وویل [ کرکټ د لوړې حوصلې او تجربې لوبه ده څومره مو چې زده وي هغومره خواري میدان کې وکړئ، هڅه وکړئ چئ مثبت کرکټ وکړئ او پایله د خوارۍ او قسمت په وجه ترلاسه کیږی.

ښاغلي راشد خان د معلولینو ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته د کرکټ اړوند د ټولو لوبیزو توکو[ بيټ، ګلفز، پیډونو اوبوټانو] مرسته هم وکړه او لوبغاړو ته یې د هر ډول مرستې ډاډ هم ورکړ.




t