ليبيا کې هوايي بريد؛ ۴۲ کسان وژل شوي

ليبيا کې هوايي بريد؛ ۴۲ کسان وژل شوي

ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي دي، د ليبيا لوديځ کې بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې ۴۲ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، بريد د قوماندان خليف حفتر پلوو ځواکونو لخوا د مرزق ښار کې پر يوې سيمه ييزې شورا شوی دی.

په تازه برید کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي چې د ۳۰ ټپیانو وضعیت نازک ښودل وی. فرانس پرېس خبري اژانس په یاده شورا کې د یوه چارواکي ابراهیم عمر له خولې ویلي، دې غونډې ته تر ۲۰۰ ډېر کسان وربلل شوي وو چې ”غوښتل یې پخپل منځ‌ کې اختلاف ته حل ومومي”.

سیمه ییزو رسنیو ویلي چې بې پیلوټه الوتکې د واده مراسم په نښه کړي.‌




t