کاش چې ډیر لوست او لږ تحلیل مو کولې

کاش چې ډیر لوست او لږ تحلیل مو کولې

په اوریدلو خبرو باور کوو، اوازه راته خبر وي، “یو چا ویل” مو تر ټولو معتبره سرچینه ده او ګمانونه مو باورونه وي. د لوست، څیړنې او لټون وړتیا مو بیخي ډیره کمزورې ده. د خپلې ټولنې دې حالت ته سخت خفه یم. خدای دې وکړي چې ملګري رانه خفه نه شي، خو دغه بدبختي او تشه مو ده چې له کبله یې له پیړیو کړیږو.

پرون مې یو یو پوسټ کړې وو. یو ملګري مې چې د سیمې په کچه له یو غوره پوهنتون څخه فارغ دې، راته ولیکل چې “ګمان” کوم چې احمد یا محمود داسې سړی وو. که یو نالوستی سړی ګمان وکړي خو درد نه لري خو یو داسې څوک چې څیړنه او د پوهیدو دپاره کیندنه یې مسلکي بڼه باندې زده کړې وي “ګمان” کوي نو سړی ودردیږي! نن ماسپښین مې د یو تعلیمي کورس په اړه معلومات پوسټ کړل، عجب کامنټونه او مسیجونه مې ولیدل او ولوستل. څوک وايي چې جرمني په دې نه ارزي چې سړی دې ورته ځان په عذاب کړي (جرمني پوهنتونونه د نړۍ په کچه نامتو دي خو تر ټولو مهمه دا ده چې کورس په کابل کې د جرمن پوهنتون لخوا دایریږي)، یو بل لیکلي چې لسانس مې نه دې کړې آیا ما مني (په اعلان کې لیکل شوي چې لسانس شرط دې)، یو بل لیکلي چې د کورس موده څومره ده (په اعلان کې د ورځو شمیر او آن د کورس نیټې لیکلي). دې ته ورته مسیجونه او کامنټونه در شمارئ!

دا ټول د لوستو خلکو مسیجونه او کامنټونه دي چې اعلان یې دوه یا درې دقیقو کې لوستې شو، خو پرځای د دې چې ځان ته زحمت ورکړي، څیړنه وکړي، تکل وکړي، په موضوع ځان پوه کړي، اټکل کوي، ګمان کوي، او له بل چا تمه کوي چې اعلان دې ولولي او دوي ته دې معلومات ورکړي! جالبه دا ده چې لوست د معلومات اخیستو نه کم وخت نیسي!

د “اقراء” ملت نه لولي، د تفکرون او تدبرون امر نه پرځای کوي!
پر مونږ به بل څوک ملامت وي؟

نوټ: له ډیره درده یې لیکم، په ډیر درنښت مې هیله ده چې ملګري رانه خفه نه شي، زما دا خبرې زړه ته وا نه اچوي او په خپل شخصیت یې برید ونه ګڼي، په والله چې له درده یې لیکم.

مشتاق رحیم


ډیر لوست، لیکنه
t