ماشومان ولې بهانې لټوي؟

ماشومان ولې بهانې لټوي؟

ډېری میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو له بهانې غوښتلو ستړي کېږي او له هغوی سره سخت چلند کوي. بهانه غوښتل هغه مهال را منځته کېږي، چې ماشوم په کوم کار کې له ناکامۍ سره مخ شي یا د خپلو احساساتو د څرګندولو توان ونه لري.

ارواپوهان پر دې باور دي او وایي چې ماشومان په دوه کلنۍ کې د بل هر وخت په پرتله ډېر بهانې غوښتونکي کېږي. معمولاً په ماشومانو کې ناکامي هغه مهال رامنځته کېږي، چې نور یې په خبرو نه پوهېږي یا د کوم کار په اړه له حده ډېره هڅه کوي.

 نور هغه مسایل چې په ماشومانو کې د بهانې غوښتلو سبب ګرځي، په هغه کې د اختلاف شتون دی.

 د بېلګې په توګه یوه ورځ خواړه نه خوري، تاسو په ډېرې مهربانۍ نور خواړه ورته چمتو کوی، خو که په بله ورځ یې چې له خوړو ډډه وکړه، نو له هغه سره سخت چلند کوی. دغه اختلاف ماشوم له ناکامۍ سره مخامخوي .

ژباړه: حمیدالله حمیدي



t