اردغان په سوریه کې نویو عملیاتو ته چمتوالی ښودلی

اردغان په سوریه کې نویو عملیاتو ته چمتوالی ښودلی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په سوریه کې د کردي وسله والو پر ضد د نظامي عملیاتو د ترسره کولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

اردغان ویلي چې تیار دي څو د سوریې په شمال او د فرات رود په لویدیځ کې د کري وسله والو پر ضد عملیات ترسره کړي.

نوموړي ویلي:

«موږ عفرین ته لاړو، جرابلس ته لاړو او الباب ته هم ورسیدو. اوس ددې وخت دی چې د فرات رود شرقي سیمې ته ورشو.»

ده ویلي دا مسله یې د روسیې او امریکا سره هم شریکه کړې ده.

په سوریې کې ددې عملیاتو له کیدو سره به دا دریم ځل وي چې ترکیه په مستقیم ډول سره سوریې ته ورځي او عملیات ترسره کوي.

انقرې له کلونو راهیسې د سوریې دداخلي جنګونو پرمهال د بشار الاسد د مخالفې ډلې ملاتړ کړی دی.

 

 


اردغان نړۍ، خبرونه
t