په افغانستان کې د رواني جګړې اړخونه

په افغانستان کې د رواني جګړې اړخونه

لیکنه: وسیع الرحمن ابهام

اوومه او پای برخه

په نړۍ کې تر ټولو  قوي رواني جګړه د افغانستان پر وړاندې پر مخ لاړه، دیموکراسي بغېر له ذهنیت جوړونې تطبیق شوه، د بیان ازادۍ په نوم ټول حدونه مات شول، همدا اوس د هیواد پوهو خلکو او د رسنيو نیوکې وګورﺉ چې د اصلاح پر ځای د ګډوډۍ په خاطر دي، په تېرو انتخاباتو کې د نورو لومړیتوبونو پرځای خارجیانو رسنیو ته پيسې ورکولې او د رسنیو ٧٥فیصده بحثونه په انتخاباتو کې پر درغلیو راڅرخېدل، په اوس وخت کې د سولې د حلل لارو لپاره له طالبانو سره د یوې ناستې بشپړ جزیات نه خپريږي او خارجي رسنۍ په دولتي ادارو کې جنسي ځورونې ته لومړیتوب ورکوي، د رواني جګړې ټول تکتیکونه تطبیقیږي، تاسو اوس فکر وکړﺉ په هیواد کې د جګړې لوری پېژنﺉ؟ نه!، د ملي احصايې دفتر راپور خپور کړي چې په افغانستان کې ١٩٠٠ ساعته راډیويي او ١٥٠٠ساعته تلویزوني پروګرامونه خپریږي، په داسې حال کې يوازې دیرش سلنه يې د دولت تر کنټرول لاندې دي؛ دا خصوصي رسنۍ یوازې په اعلاناتو خپل لګښتونه پوره کولی شي؟ له افغاني کلتور سره په ټکر او جګړه ایزو سريالونو خپرول ددې جګړې مهمې برخې دي.

د رواني جګړې حل لارې

د ملي ارادو پياوړي کول، پر رسنيو د ملي، صنفي او مسلکي لایحو تطبیق. د بیان ازادۍ ته حدود ټاکل، د ذهنیت سازۍ په اړه پروژې پر لاره اچول.

په ټوله کې هر هغه څوک چې پر دولت نیوکه کوي، کره شواهد او ثبوتونه ترې غوښتل او د نه ورکړې په صورت کې مجازات کېدل، د جزا پر وړاندې د معافیت له منځه وړل، د هرې پروژې د تطبیق لپاره باید رسنۍ له لږې مبالغې کار واخلي.

نظامي، رسنیز او علمي ډګرونو په تېره پوهنتون، مدرسو او ښوونځیو ته تلونکي اشخاص سم فلټر کړل، دیني مدرسې له دولت سره راجستر کول او د انکار په صورت کې تړل، او په عموم کې د هغه تکتيکونو مخه نیول چې د رواني جګړې د تداوم لپاره کاريږي.


معلوماتي، رواني جګړه
t