د شمالي کوریا پوځ نن دوه توغندی ازمويلي

د شمالي کوریا پوځ نن دوه توغندی ازمويلي

د جنوبي کوريا پوځ خبر ورکړی،چي نن سهار شمالي کوریا د دغه هيواد په جنوبي برخه کي دوې توغندۍ ازمايلي.

امريکا په دې اړه اندېښنه ښودلې او وايي، له شمالي كوريا سره د دغې مسئلې په تړاو په خبرو بوخت دي.

شمالي کوريا داسې مهال دوه توغندي توغولي، چې د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر جنوبي کوريا ته سفر کړى او امريکا او جنوبي کوريا ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې د شمالي كوريا توغندیزې ازموينې زياتې شوې دي.

 



t