جان ابراهیم: هیواد سره مینه لرم،ځکه پرجنګي کیسو فلمونه جوړوم

جان ابراهیم: هیواد سره مینه لرم،ځکه پرجنګي کیسو فلمونه جوړوم

د بالیووډ ښکلی اندام لرونکی او نامتو سېنمايي ستوری جان ابراهیم چي په دې وروستیو کي په پر له پسي ډول په څو جنګي کیسو لرونکو فلمونو کي کار کړي وايي، کله چي د خپل هیواد سره ډېره مینه ولري نو بیا دا تاسو دې ته تشویقوي چي په دا ډول فلمونه کي د کار انتخاب وکړي، کوم چي پر حقیقی جنګی کیسو باندي جوړېږي

د هندوستان د پولیسو په لیکو کي د فساد کوونکو پولیسو پر وړاندي پر غیري قانوني اقدام باندي جوړ فلم

د بالیووډ یاد نامتو سېنمايي ستوری جان ابراهیم چي په پرله پسي ډول په جنګي فلمونه لکه (۲۰۱۸Parmanu ) چي د هندوستان په پوکران کي اټومي بم پر ازمایلو باندي جوړ سوی دی، (۲۰۱۸Satyameva Jayate) چي داخل په هندوستان کي د پولیسو په لیکو کي د فساد لرونکو افسرانو پر ضد د اقدام او ( Romeo Akbar Walter 2019) د هند د ګاونډ هیواد پاکستان سره پرجنګي اواستخباراتي کیسو جوړ سوی دی کار کړي دي.

د

د پوکران د آټومي ازامیښت فلم

جان ابراهیم وايي اوس مهال یو بل فلم چي (Batla House) چي یو جنګي فلم دي کار کوي هغه د ممبي ټایمز سره په یوه مرکه کي ویلي دي: (( موږ یو داسي فلم جوړ کړي چي پر یو داسي حقیقت باندي جوړ دی چي زموږ په عامه ټولنه کي وجود لري. د هر فلم نظریه یو داسي ډيالوګ رامنځته کوي چي همیشه شاید خوشایند نه اوسي. وایی د دې فلم لیدو وروسته به هر څوک یو نظر ولري، کیداسي مثبت وي او یا منفي دا په هغه څه پوري ارتباط لري په کوم څه چي دوي غواړي باور وکړي.)

رومیو اکبر والټر د هند ګاونډ پاکستان سره پر جنګي او استخباراتي کیسو جوړ فلم\

هغه زیاته کړي:(( د دې فلم جوړونکي به خوشحاله وی که چیري کوم څوک د دوي د نقطي نظر سره مخالف او یا باور ونه کړي، همدا اساسي هدف دي.)

پاته دي نه وي چي د یاد فلم د لارښووني چاري د بالیووډ د تکړه ډایریکټر نیکیل ادواني پر غاړه دي دا فلم د ۲۰۰۸ میلادي کي د ډیلي په جامیا ناګر کي پر یوه جنګي مقابله باندي جوړ سوي دي، په راپور کي د یاد فلم د وړاندې کیدو په اړه ویل سوي چي کیداسي د اګسټ پر پنځلسمه خپور سي، آما مخالفین يي بیا ستري محکمي ته د فلم د وړاندې کیدود ځند لپاره عارض سوي دي، چي کیدای سي د فلم د وړاندې کیدو په وړاندي خڼد سي او خپل تاثیر وارد کړي.


بالیووډ فلمي نړۍ
t