شير شاه سوري

شير شاه سوري

“د پُښتون قام د تاريخ هره پاڼه چې اړوې نو د يوهٔ اتل او هيرو نوم به درته خامخا مخې له راځي. د سترو قامونو په لړۍ کې زما پهٔ اند پُښتون قام يو داسې تورزن، اتل، پياوړی او ستر قام دی چې د تاريخ پهٔ اوږدو کې يې ډېرې کمې بېلګې موندی شي. دې قام تر ډېرې مودې د نړۍ د سيالو قامونو سره سم تګ کړی دی او پهٔ هر ډګر کې يې خپل نوم پرېښودی دی. خو لهٔ بده مرغه وروسته وګړو يې د خپل پلار نيکهٔ ګټلی نوم او مقام ونهٔ ساتلی شو او د کور دننه او لهٔ بهره دسيسو پُښتون اولس د بدبختۍ او خوارې ورځې سره مخ کړل او دغه لړۍ لا دوامداره ده.
د دې قام پهٔ سترو نومونو او اتلانو کې يو اتل او ستر نوم د شيرشاه سوري هم دی. شير شاه سوري د خپلې کورنۍ وړومبی پاچا و. لهٔ هغه نه وړاندې څوک پهٔ دغه کورنۍ کې دغه څوکۍ ته نهٔ ؤ رسېدلی. هغوی هم لکه د نورو اتلانو او سترو خلکو پهٔ څېر د خپل ژوند پهٔ اوږدو کې پهٔ هر قدم او هره دوره کې د ډېرو سختيو او خطرونو سره مخامخ شوی دی.
مګر دهٔ د خپل مرام د ترسره کولو پهٔ لار کې لهٔ دغو ټولو سره پهٔ ډېره حوصله او مېړانه مقابله کړې ده او دغو خطرونو او سختيو ته يې هېڅ اهميت نهٔ دی ورکړی بلکې هر خطر او مشکل چې دهٔ ته پېښ شوی دی، د هغو پهٔ اثر د دهٔ اراده لا ټينګه شوې ده. همدغه د دې غښتلي او پياوړي پُښتون د دغو مېړانو، ټينګ عزم او پخې ارادې او ثبات نتيجه وه چې دی د هند پهٔ تخت کښېناست او پنځهٔ کاله يې داسې پاچاهي وکړه چې د هند خلک يې د نيکمرغۍ او هوسا ژوند سره اشنا کړل.
شيرخان يا شير شاه سوري د سلطان بهلول پهٔ وخت کې د ۱۴۸۶ء شا و خوا د ميا حسن خان کره زيږېدلی او اصلي نوم يې فريد خان دی. لهٔ څهٔ مودې وروسته د شيرخان يا شير شاه سوري نيکهٔ ابراهيم خان سور د متهيخان نهٔ رخصت شو، جمال خان سارنګ خانې ته ورغی او ورسره نوکر شو. جمال خان دهٔ ته د نارنول د پرګنې څو کلي چې د څلوېښتو سپرو جاګير و، ورکړ.
د شيرخان يا شير شاه سوري پلار حسن خان د عُمر خان سرواني ککبور چې د لوی خان لقب يې درلود او د سلطان بهلول نزدې ملګری و، چې د تاتار خان لهٔ مړينې وروسته ورته سُلطان بهلول لاهور ورکړی و، نوکر شو.
لهٔ څهٔ مودې وروسته فريد خان خپل پلار ميا حسن خان ته وويل چې ما د مسند عالي عُمر خان حضور ته بوځه او زما لهٔ خوا ورته عرض وکړه چې فريد خان غواړي چې ستاسو سره نوکر شي او يو مناسب خدمت ورته وسپارل شي. ميا حسن خان خپل زوي فريد خان ته وويل چې تهٔ لا وړوکی يې، څهٔ موده صبر وکړه خو هغهٔ خپلې مور ته وويل. د فريد خان مور ميا حسن خان ته وويل چې دا هلک لهٔ ځان سره عُمر خان ته بوځه. کيدی شي چې هغه د دهٔ خبره وومني او څهٔ مناسب کار وروسپاري.
ميا حسن فريد خان د ځان سره د عُمر خان دربار ته بوتلو او ورته يې وويل چې فريد خان ستاسو سره د نوکرۍ کولو هيله من دی. عُمر خان وويل چې فريد خان لا تر اوسه پورې ماشوم دی، کله چې د خدمت کولو وړ شو نو هله به پهٔ نوکرۍ کې ومنل شي. اوس دې د بلهو کرونده د فريد خان وي. پهٔ دې خبره ميا حسن او فريد خان دواړه ډېر خوشحاله شول او بيرته کور ته راغلو. فريد خان خپلې مور ته دغه ټوله کيسه وکړه.
دغه ماشوم هلک فريد خان د سوري سلطنت بنسټ ګر او پهٔ شمالي هند کې د پُښتنو د واکمنۍ وومبی واکمن و. د هغهٔ د سُلطنت پايه تخت د دهلي ښار و.
پهٔ کال ۱۵۴۰ء کې شيرشاه سوري د مغلو د وړومبي واکمن ظهير الدين بابر د زوي همايون نه د بنګال واک اختيار وتروړلو او هلته يې د مغلو بادشاهي لهٔ منځه يوړه. همايون پهٔ تېښته ايران ته لاړو چې د بونير د پير بابا سيد علي ترمذي پلار سيد قمبر علي شاه ورسره هم پهٔ جلب کې و. پهٔ هم دغه سفر کې سيد علي ترمذي (پير بابا) پهٔ لاره کې يو ځای د خپل پلار او همايون سره ليدل کتل وکړل. هغوی پير بابا ته د اشرفو ډکې دوه کسوړې ورکړې او بيرته يې د يوسفزو سيمې ته رُخصت کړو.
د خپل پنځهٔ کلن واک پهٔ موده کې (د ۱۵۴۰ء نه د ۱۵۴۵ء پورې) شير شاه سوري يو نوې او ګټور مدني او فوځي نظام جوړ کړو او پهٔ خپل سلطنت کې يې پلي کړو. پهٔ وړومبي ځل يې د کرنسۍ د يوهٔ منظم نظام سره سره د هند د ډاک نظام بيا د سره سم کړو. لهٔ دې تر څنګ شير شاه سوري د دينا پناه يا دينا پانه ښار پراخه کړو، د کوم بنسټ چې همايون اېښودی ؤ او نوم يې ورله هم بدل کړو او د دينا پناه يا دينا پانه پهٔ ځای يې ورته شيرګړهـ نوم کېښودو. د دغه ښار تر څنک يې د پاټلی پُترا لرغونی او تاريخي ښار بيا لهٔ سره ورغولو. ياده دې وي چې دغه ښار اوس د پټنه پهٔ نوم د هند يو ستر ښار دی.
شير شاه سوري د بنګال د چټاګانګ نه د شمال ختيځ هند پهٔ لاره د خپل سُلنطت د شمال مغربي برخې يانې د کابل پورې يو پراخه سړک جوړ کړو کوم چې د Grand Trunk Road يا د جي ټي روډ پهٔ نوم تر نن ورځې پورې ياديږي. پهٔ دغه سړک ځای پهٔ ځای ويړيا مسافر خانې، سرائې او د خوږو اوبو کويان جوړ شوي و او د امن او سولې د ټينګو لپاره پرې ګن شمېر چاوڼۍ او قلاګانې هم جوړې شوې وې چې نن يې هم د پُښتونخوا سره سره د هند او بنګال پهٔ اوږدو کې هم ځای پهٔ ځای اثار موندل کيږي.
شير شاه سوري به اکثر ويل چې زما پهٔ زړهٔ کې درې ارمانونه دي او خدای دې وکړي چې پهٔ خپل ژوند يې تر سره کړم. خو لهٔ بده مرغه ورسره ژوند وفا ونهٔ کړه او هغه درې واړه ارمانونه يې نيمګړي نيمه خوا لهٔ ځان سره ګور ته يوړل.
هغوی به اکثر ويل چې وړومبی ارمان مې دا دی چې پُښتانهٔ لهٔ غرونو څخه هوارې زمکې او ښارونو ته راولم چې ژوند يې اسان شي او پرمختګ وکړي نو د نړۍ د نورو قامونو سره به سيال شي.
دويم ارمان مې دا دی چې جي ټي روډ د خپل سلنطت هر ښار او هرې بانډې ته ورسوم او بيا يې مکې مکرمې ته وغځوم چې حج او عُمرې له پرې خلک پهٔ اسانۍ او امن سره تلی راتلای شي.
دريم ارمان مې دا دی چې د لاهور ښار د تل لپاره لهٔ منځه يوسم ځکه چې هر غاصب او بهرني يرغلګر ته دغه ښار هر ځل لاره برابروي او مرسته ورسره کوي.
دغه ستر اتل پهٔ ۲۲م د مۍ کال ۱۵۴۵ء د راجپوتو د کلنجر قلا د محاصرې پهٔ مهال هغه وخت شهيد شو کله چې د دغه قلا د نيولو هره هڅه ناکامه شوه نو شير شاه سوري حکم وکړو چې د قلا دېوال پهٔ توپ ونړوئ خو لهٔ بده مرغه د يوهٔ ماين پهٔ چاودنه کې پخپله سخت ټپي شو او وروسته يې بیا ژوند لهٔ لاسه ورکړو. لهٔ هغوی وروسته د حکومت واګې د هغوی زوي جلال خان پهٔ لاس کې واغيستې چې وروسته د اسلام شاه سوري پهٔ نوم مشهور شو.
د دغه عظيم اتل او ستر پُښتون پاچا مزار پهٔ جي ټي روډ جوړ شوي يو ښارګوټي ساسارام کې پهٔ يوهٔ مصنوعي تالاب لپاسه جوړ شوی دی چې ۱۲۲ فُوټونه يا څهٔ لپاسه ۳۷ ميټره لوړ دی”.
مرسته/کتابيات: ۱٫ شير شاه سوري ____ صديق الله رشتين صېب
۲٫ شير شاه سوري ___اسلم راهي
۳٫ شير شاهي تاريخ، د عباس سرواني ليکنه
۴٫ Sher Shah A Critical Study Based On Original Sources
۵٫ Wikipedia
✍️ آیاز يوسفزی


معلوماتي، افغان تاریخ
t