لغمان: ۴۱ماهیانو فارم لرونکو ته د ماهیانو بچیو توزیع لړۍ پیل شوه

لغمان: ۴۱ماهیانو فارم لرونکو ته د ماهیانو بچیو توزیع لړۍ پیل شوه

لغمان کې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت د مهترلام او قرغه یو ولسوالۍ ۴۱ د ماهیانو فارمدارانو ته د ۱۰۰۰۰۰ ماهیانو بچیو د توزیع لړۍ نن رسما پیل شوه.

ددغه ولایت د رسنیو دفتر وايي چې  د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) په مالي لګښت په مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې ۴۱ هغه فارمداران چی د ماهیانو برحال فارمونه لري سروې کړي دي او د پلان مطابق ورته نن رسماً د ماهیانو د بچیو د توزیع لړۍ د زراعت د ریس انجینر محمد جمیل خوشحال په لاسونو پیل شوه.

سرچینه د کرنې رئیس له قوله وايي، چې په دې ولایت کې د ماهیانو فارمونو جوړیدو سره به د بزګرو اقتصاد د پیاوړتیا او خلکو ته د سالم مصروفیت د ایجاد لپاره یوه ښه لاره شي.

دی زیاتوي؛ په لغمان ولایت کې ۸۱۵۶ هکتاره جبه زاره ځمکه په مهترلام او قرغه یی ولسوالۍ کې وجود لري چې د ماهیانو فارمونو د ایجاد لپاره مناسبه ده.

هغه وویل:

«پلان کې لرو چې خلکو ته د کاري فرصتونو د ایجاد او اقتصادي پیاوړتیا په پار یادو ځمکو کې د ماهیانو فارمونه ایجاد کړي.»

سرچینه وايي، نن په لومړۍ ورځ ۱۳ فارم دارانو ته د هر جریب فارم لپاره

۲۰۰۰ د ماهیانو بچي په پام کې نیول شویدي او ۴۱ فارمدارانو ته به د پلان مطابق ټولټال ۱۰۰۰۰۰ د ماهیانو بچي توزیع شی.


اقتصاد، خبرونه
t